World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 24.02.2018

Pa.azadiradio.com 

خوګياڼی: ننګرهار کې د هیروئینو د تولید ۳ فابریکې ویجاړې شوي

له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ننګرهار ولایت کې د هیروئینو د تولید درې فابریکې ویجاړې کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له نشه‎يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د چهارشنبې په شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ د نکرخېلو په سیمه کې د وسله‎والو طالبانو د هیروئینو د تولید پر فابریکو عملیات وکړل چې په نتيجه کې یې د هیروئینو د تولید درې فابریکې ويجاړې شوي. د عملیاتو پر مهال لسګونه کیلوګرامه تاریاک او هیروئین تر لاسه شوي او په دې تور درې تنه هم نیول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

په پنجشېر کې څه باندې ۲۰۰ کیلو ګرامه نشه‎يي توکي ونیول شول

په پنجشېر ولایت کې څه باندې ۲۰۰ کیلو ګرامه نشه‎يي توکي ونیول شول. د پنجشېر ولایت د مطبوعاتي دفتر مسؤل محمد منصور عُنابي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د سې شنبې په ورځ دوه سوه اعشاریه ۱۳ کیلو ګرامه چرس چې په یوه موټر کې ځای پرځای شوي او يوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل ونيول او په دې تور دوه تنه هم نيول شوي دي. د یادونې وړ ده چې د روان کال له پیله بيا تر اوسه د پنجشېر پولیسو ۱۸۵ کیلو ګرامه چرس، ۱۲۰ کیلو ګرامه تاریاک او ۱۲ کیلو ګرامه کېمیاوي مواد نیولي او د قاچاق په تور یې ۳۶ کسان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پنجشیر کې څه باندې ۱۳ کېلو ګرامه نشه‎يي توکي ونیول شول

په پنجشیر ولایت کې څه باندې ۱۳ کېلو ګرامه نشه‎يي توکي ونیول شول. د پنجشیر ولایت د مطبوعاتي دفتر مسؤل محمد منصور عُنابي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د سې شنبې په ورځ ۱۳،۲۰۰ کېلو ګرامه چرس چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او يوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل ونيول او په دې تور دوه تنه هم نيول شوي دي. د یادونې وړ ده چې د روان کال له پیله بيا تر اوسه د پنجشیر پولیسو ۱۸۵ کېلو ګرامه چرس، ۱۲۰ کېلو ګرامه تاریاک او ۱۲ کېلو ګرامه کیمیاوي مواد نیولي او د قاچاق په تور یې ۳۶ کسان نیول شوي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست فعالان: ټاپي به د سیمې هېوادونه او ولسونه سره نېږدې کړي

د خوست یو شمېر مدني فعالانو او روڼ اندو د یوې ناستې په ترڅ کې ټاپي پروژه د سیمې د هېوادونو او ولسونو تر منځ د اقتصادي پرمختیا تر څنګ، د دوستۍ او همکارۍ یو فرصت وباله. د شنبې په ورځ خوستیو فعالانو او روڼ اندو وویل، که چېرې د ټاپي پروژې غړي هېوادونه په خپلو کې صادقانه همکاري وکړي، نو په دې سیمه کې به د بې باوریو او بدبینیو فضا د دوستۍ په فضا بدله شي. دوی وایي، که چېرې د ټاپي پروژې غړي هېوادونه په خپلو کې صادقانه همکاري وکړي، نو نه یوازې په دې سیمه کې به اقتصادي پراختیا رامنځته شي، بلکې د خلکو په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کابل کې ځانمرګي برید دوه تنه وژلي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یو ځانمرګي برید ۲ تنه وژلي او ۷ نور ټپیان دي. داعش وسله والې ډلې د دې برید زمه واري منلې ده. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی

Mashaalradio.com 

د سختدريځۍ په وده کې پاکستاني رسنيو څه رول لوبولی؟

د ((ټولنه او سختدريځي)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست د مشال راډیو اوونيزې خپرونې ((ټولنه او سختدريځي)) په روانه برخه کې په پاکستاني رسنيو کې د سختدريځۍ پديدې ته کتنه شوې ده. دا چې په پاکستان کې رسنۍ سختدريځۍ ته په وده ورکولو کې تر کومه حده رول لري او په څه ډول دا کار تر سره کېږي؟ ټولنه او سختدريځي روانه خپرونه پر همدې موضوع راڅرخي. دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

نشه‎يي موادو سره د مبارزې په اړه د هلمند د والي خبرداری

د هلمند والي وایي، هر هغه دولتي مسؤل چې له نشه‎يي موادو سره په مبارزه کې لټي وکړي، مجازات به شي. د هلمند والي حیات‎الله حیات چې د دې ولایت د نشه‎يي توکو پر وړاندې مبارزې ګډ کمېسيون غړو د ستایلو په غونډه کې يې خبرې کولې وویل، نشه‎يي مواد په هلمند ولایت کې د جګړې مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. دا ډېره ضروري ده چې د امنیت ټینګولو لپاره د کوکنارو د کښت او نشه‎يي موادو له تولید سره جدي مبارزه وشي. ښاغلي حیات دولتي مسؤلینو ته خبرداری ورکړ چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د ناغېړۍ په صورت کې به عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي.

Pa.azadiradio.com 

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په اړه د هلمند د والي خبرداری

د هلمند والي وایي، هر هغه دولتي مسؤل چې له نشه‎يي موادو سره په مبارزه کې لټي وکړي، مجازات به شي. د هلمند والي حیات‎الله حیات چې د دې ولایت د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې ګډ کمېسيون غړو د ستایلو په غونډه کې خبرې کولې وویل، نشه‎يي مواد په هلمند ولایت کې د جګړې مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي. دا ډېره ضروري ده چې د امنیت ټینګولو لپاره د کوکنارو د کښت او نشه‎يي موادو له تولید سره جدي مبارزه وشي. ښاغلي حیات دولتي مسؤلینو ته خبرداری ورکړ چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د ناغېړۍ په صورت کې به عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شي.

Pa.azadiradio.com 

د کابل نننی انتحاري حمله کوونکی هدف ته تر رسېدو مخکې پېژندل شوی و

حمله نن شنبه د سهار شااوخوا ۸ بجې او ۲۰ دقیقی د یوه پلي کس له خوا د ملی امنیت ریاست د ادارې یوې دروازې ته نېږدې وشوه. د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. داعش وسله والې ډلې د نن ورځې د حملې مسؤلیت په ځان منلی دی. ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ ټیم د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لپاره تمرینات پیل کړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام، د غوراوي پړاو سیالیو لپاره د زمبابوې په هرارې کې تمرینات پیل کړل. د افغانستان د کرکټ بورډ د ویاند مرستیال شرف الدین شاکر نن ازادي راډيو ته وویل افغان لوبډله له تمریناتي کمپ وروسته له ویسټ انډیز او نیدرلینډ سره تمریناتي سیالۍ هم لري. د راتلونکي نړیوال جام د غوراوي پړاو رسمي سیالۍ د مارچ د میاشتې په څلورمه نېټه د زېمبابوې په کوربه توب پیلېږي. په دغو سیالیو کې لس لوبډلې ګډون کوي او په دوه ګروپونو وېشل شوي دي. افغانستان په ب ګروپ کې د کوربه هېواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: د کوکنارو د کښت له‎منځه وړل، د افغان حکومت له توانه وتلې

د افغان حکومت اجرائیه رئیس نشه‎يي مواد د افغانستان تر ټولو لویه اجتماعي ستونزه بولي او پر وړاندې یې د ګډې مبارزې غوښتنه کوي. ډاکټر عبدالله عبدالله چې د سې شنبې په ورځ یې د اجرائیه ریاست په دفتر کې د عامه پوهاوي او نشه‎يي موادو د غوښتنې کمولو غونډې ته خبرې کولې وویل، د کوکنارو کښت او نشه‎يي موادو د تولید عوامل له‎منځه وړل، په يوازې سر د افغان حکومت له توانه وتلې خبره ده، ځکه په نړیوال بازار کې د نشه‎یي موادو د بیې لوړوالي نړیواله غوښتنه زیاته کړې او په افغانستان کې یې روانې ناامنۍ ته زمينه برابره کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پښتو ژبې پیاوړی لیکوال، شاعر او څېړونکی عبدالله بختانی ومړ

استاد عبدالله بختانی خدمتګار چې لسګونه کلونه يې د پښتو ژبې او ادب د ودې لپاره کار کړی و، نن شنبه د ۹۳ کالو په عمر، د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ. د کابل پوهنتون استاد او د ولسمشر سلاکار لال پاچا ازمون له ازادي راډيو سره په خبرو کې د ښاغلي بختاني مړینه د ادب په برخه کې ستره ضایع وبلله او ویې ویل چې استاد بختانی د ویښ زلمیانو د ټولنې وروستۍ کړۍ وه چې د ژوند پور يې پرې کړ. ښاغلي ازمون وویل: "استاد بختانی زموږ د هغه عصر یوه کړۍ ده چې موږ ته يې ژبه، ادب او فرهنګ راوښود، دا د ویښ زلمیانو د ادبي غورځنګ... Читать дальше...