زاخېلوال: ولسمشر ته مې د ځان پر ځای د بل وړ کس د ګمارلو وړاندیز کړی
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، ولسمشر محمد اشرف غني ته یې مکتوبي وړاندیز کړی چې پر ځای یې بل وړ وګړی د پاکستان لپاره خپل سفیر وټاکي.
زاخېلوال نن دوشنبه پر ټوېټر لیکلي چې د هغه د استعفا په اړه خپاره شوي خبرونه سم نه دي او د نوي سفیر تر ورتګه به خپل کار ته دوام وکړي.
هغه په بل ټوېټ کې لیکلي چې له کاره د لېرې کېدو پرېکړه يې د دې لپاره کړې چې یوازې د دوو کلونو لپاره یې په اسلام اباد کې د سفیر په توګه د کار کولو ژمنه کړې وه او هغه موده بشپړه شوې ده.
زاخېلوال د ځان په سپیناوي کې لیکلي، ولسمشر ته یې څرګنده کړې چې په اسلام اباد کې له سفارته د لېرې کېدو په بدل کې د بل مقام تمه نه لري.