World News in Pashto
Февраль
2018

Новости за 26.02.2018

Mashaalradio.com 

د منځنۍ کورمې لسګونه کسان په پېښور کې په احتجاج دي

د منځنۍ کورمې په لسګونو کسانو د دوشنبې یا ګل پر ورځ د خپلو غوښتنو په حق کې په پېښور کې احتجاجي ناسته پيل کړې ده. دوی د پوځي عملياتو پر مهال د ړنګو شویو کورونو په سروې کې د شاملولو غوښتنه کوي. ورسره دوی نورې غوښتنې هم لري چې په اړه یې د ډیوه راډیو ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

عبدالله ويلي هغه وسله والې ډلې چې له افغانستانه دباندي خوندي ځایونه لري د افغانانو حقونه تر پښو لاندي کوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي په سوريه کې د اوربند غوښتنه وکړه. دا او یوشمیر نور مهم خبرونه د ازادي راډیو په دې خبرې ټولګه کې لیدلی شئ. دا خبرونه د شپې په ۸ پیشګام تلویزیون هم خپروي

Mashaalradio.com 

د کندهار فالوده مو خوړلې؟

د کندهار په مشهورو خوړو کې یو خاص ډول فالوده هم ده چې اوسېدونکي یې په شوق خوري. دا فالوده څنګه جوړېږي او پلورونکي یې څه وايي؟ په اړه یې د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

کرکټ بورډ د احمد شاه ابدالي د ۴ ورځنیو سیالیو لپاره نوملړ اعلان کړ

د ۲۰۱۸ میلادي کال د احمد شاه ابدالي د څلور ورځنیو یا فرسټ کلاس سیالیو لپاره، افغان کرکټ بورډ د شپږو لوبډلو نوملړ اعلان کړ. د افغان کرکټ بورډ ویاند شرف الدین شاکر نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دا شپږ لوبډلې په سپین غر، بند امیر، امو، کابل، میس عینک او بسټ زونونو پورې اړه لري چې نن يې نوملړ اعلان شو. ښاغلی شاکر وايي، په دې لوبډلو کې د افغانستان الف، ۱۹ کلنو، ۱۶لس کلنو او د کورنۍ کرکټ له سلو زیاتو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی. راپورونه وايي چې یادې سیالۍ به د مارچ په لومړۍ نېټه پیل شي چې لومړۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیې له چک جمهوریته د سوریې د کردانو مشر صالح مسلم غوښتی

د ترکیې حکومت وايي، رسمي اسناد یې د چک جمهوریت چارواکو ته سپارلي او رسماً یې غوښتنه کړې چې د سوریې د کردانو د ټولنې پېژندل شوی مشر صالح مسلم ورته وسپاري. صالح مسلم مخکې په سوریه کې د ډموکراتیک اتحاد ګوند مشر و. د ترکیې د صدراعظم مرستیال بکیربوزداق ویلي چې صالح مسلم به سبا سې شنبه د چک جمهوریت په پلازمېنه کې محکمې ته حاضر شي. مسلم د یکشنبې په ورځ د انقرې په غوښتنه په پراګ کې پولیسو ونیو. د ډموکراتیک اتحاد ګوند غړو پر ترکیې تور پورې کړی چې له قانوني صلاحیته پرته د نورو هېوادونو د وګړو د توقیف غوښتنه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګوترش: ژر تر ژره دې په سوریه کې ۳۰ ورځنی اوربند عملي شي

د ملګرومتلونو عمومي منشي انتونیوګوترش د سوریې په کورنۍ جګړه کې پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې په بېړني ډول هغه ۳۰ ورځنی اوربند چې د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې یې غوښتنه شوې، عملي کړي. ګوترش نن دوشنبه د سویس په جنیوا ښار کې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته په وینا کې وویل چې مرسته کوونکې ادارې په غوطه الشرقیه کې چې د وسله والو ډلو تر واکمنۍ لاندې ده، خلکو ته د بېړنیو مرستو رسولو تیاری لري. انتونیوګوترش وویل: "لکه څرنګه چې ما د شنبې په ورځ په امنیت شورا کې وویل، وایم چې غوطه الشرقیه نور انتظار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: ترورېزم د بشري حقونو د اعادې هڅې له خنډ سره مخ کړي

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن دوشنبه د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل چې ترورېستي ډلو په افغانستان کې د بشري حقونو د اعادې لپاره د حکومت هڅې له خنډ سره مخامخ کړې دي. افغانستان د روان کال په پېل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو د شورا چې مقر يې د سویس په ژنیو ښار کې دی، ۳ کلن غړیتوب ترلاسه کړ. عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ سویس ته ورسېد. د اجرائيه رېاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل نن له سویسه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې عبدالله له نړیوالې ټولنې غوښتنه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زاخېلوال: ولسمشر ته مې د ځان پر ځای د بل وړ کس د ګمارلو وړاندیز کړی

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، ولسمشر محمد اشرف غني ته یې مکتوبي وړاندیز کړی چې پر ځای یې بل وړ وګړی د پاکستان لپاره خپل سفیر وټاکي. زاخېلوال نن دوشنبه پر ټوېټر لیکلي چې د هغه د استعفا په اړه خپاره شوي خبرونه سم نه دي او د نوي سفیر تر ورتګه به خپل کار ته دوام وکړي. هغه په بل ټوېټ کې لیکلي چې له کاره د لېرې کېدو پرېکړه يې د دې لپاره کړې چې یوازې د دوو کلونو لپاره یې په اسلام اباد کې د سفیر په توګه د کار کولو ژمنه کړې وه او هغه موده بشپړه شوې ده. زاخېلوال د ځان په سپیناوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بیت المقدس کې د مسیحیانو ځینو مذهبي مشرانو د کنیسې دروازې وتړلې

په بیت المقدس کې د مسیحیانو یوشمېر مذهبي مشران چې د اسرائیل د حکومت د مالیې له نوي پلان سره مخالفت لري، ووتل او د کنیسې دروازې یې بندې کړې. مسیحیان باور لري چې دا هغه سیمه ده چې عیسی مسیح مصلوب شوی و.  د مذهبي مشرانو یوې ډلې چې د دې سپېڅلې سیمې څارنه کوي، ویلي چې د اسرائيل حکومت په بیت المقدس کې پر مسیحیانو فشار راوستی او د هغوی پر حقونو تېری کوي. په بیت المقدس کې د یوناني ارتودوکسو، ارمني اپوستولیکانو او رومن کاتولیکو مسیحیانو مذهبي مشرانو په ګډبیان کې ویلي: "موږ د اعتراض څرګندولو لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بیت‌المقدس کې د مسیحیانو ځینو مذهبي مشرانو د کنیسې دروازې وتړلې

په بیت‌المقدس کې د مسیحیانو یو شمېر مذهبي مشران چې د اسرائیل د حکومت د مالیې له نوي پلان سره مخالفت لري، ووتل او د کنیسې دروازې یې بندې کړې. مسیحیان باور لري چې دا هغه سیمه ده چې عیسی مسیح مصلوب شوی و.  د مذهبي مشرانو یوې ډلې چې د دې سپېڅلې سیمې څارنه کوي، ویلي چې د اسرائيل حکومت په بیت‌المقدس کې پر مسیحیانو فشار راوستی او د هغوی پر حقونو تېری کوي. په بیت‌المقدس کې د یوناني ارتدکسو، ارمني اپوستولیکانو او رومن کاتولیکو مسیحیانو مذهبي مشرانو په ګډ بیان کې ویلي: "موږ د اعتراض څرګندولو لپاره... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

وزیرستانیان له افغانستانه خپلو کلیو ته ستنېږي

د ګل یا دوشنبې پر ورځ له افغانستانه د وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو دویم پړاو پیل شو. د پولېټيکل انتظامیې چارواکو مشال راډیو ته وویل، دوی د ۵۰ کورنیو د ستنولو پلان جوړ کړی وو خو د دوشنبې پر ورځ ټولې ۴۶ کورنۍ یې له غلام خانه واړولې.