په بیت المقدس کې د مسیحیانو ځینو مذهبي مشرانو د کنیسې دروازې وتړلې
په بیت المقدس کې د مسیحیانو یوشمېر مذهبي مشران چې د اسرائیل د حکومت د مالیې له نوي پلان سره مخالفت لري، ووتل او د کنیسې دروازې یې بندې کړې.
مسیحیان باور لري چې دا هغه سیمه ده چې عیسی مسیح مصلوب شوی و.
د مذهبي مشرانو یوې ډلې چې د دې سپېڅلې سیمې څارنه کوي، ویلي چې د اسرائيل حکومت په بیت المقدس کې پر مسیحیانو فشار راوستی او د هغوی پر حقونو تېری کوي.
په بیت المقدس کې د یوناني ارتودوکسو، ارمني اپوستولیکانو او رومن کاتولیکو مسیحیانو مذهبي مشرانو په ګډبیان کې ویلي:
"موږ د اعتراض څرګندولو لپاره داسی کار کوو چې ساری نه لري او د کنیسه القیامه دروازې بندوو."
خو د اسرائیل د کابینې یوه وزیر ویلي چې د اعتراض د حل لپاره یې د کنیسه القیامه له ناراضي مشرانو سره د خبرو نیت کړی او د مالیې د قانون د انفاذ حکم یې ځنډولی دی.
د بیت المقدس ښاروال نیر برکت ویلي، کنیسه القیامه د مالیې له درکه، د حکومت لږترلږه ۶۵۰ ميلیونه شیکل چې ۱۸۶ ميلیونه ډالر کېږي، پوروړې ده.