World News in Pashto

بامیان کې د سکي لوبو اتم پړاو به سبا جمعه ترسره شي

ټاکل شوې چې د بامیان په ولایت کې د «سکي چلنج» په نوم د سکي لوبو اتم پړاو سیالۍ د جمعې په ورځ تر سره شي.


د بامیان د سکي کلب مشر سجاد حسیني نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغو سیالیو کې کورني او بهرني لوبغاړي ګډون کوي.


دا سیالۍ د یوې ورځې لپاره د بامیانو د مرکز اړوند د «پولادي درې» په سیمه کې تر سره کېږي.


په بامیان کې د ازادي راډيو خبریال وايي، د سیالیو لپاره د شااوخوا ۲۰ هېوادونو لوبغاړي بامیان ولایت ته رسېدلي دي.


د «سکي چلنج» سیالیو په تېر پړاو کې د بامیانو لوبغاړو لومړی، د سویس دوهم او امریکايي لوبغاړو درېیم مقام ګټلی و.

Читайте на сайте