World News in Pashto
Март
2018

Новости за 01.03.2018

Mashaalradio.com 

محمد خان: د نقيب مسید خون بها نه غواړم

د نقيب الله مسود پلار ملک محمد خان مسود د پښتنو د ګرېنډ [لويې] جرګې له مشرانو سره يو ځای خبرې غونډې ته د وينا پر مهال هغه اوازې رد کړې چې ګنې دی د خپل وژل شوي زوی خون بها اخلي.

Mashaalradio.com 

پاکستان د افغان سولې وړانديز د ملاتړ غږ کړی

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد اصف ويلي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې په اصل کې د دوو سياسي قوتونو تر منځ خبرې دي او پاکستان به د دې اقدام ملاتړ وکړي.

Mashaalradio.com 

کوټه کې پر پولیسوالو د برید ویډيو

په کوټه کې نامعلومه وسله والو په یوه برید کې دوه پولیس وژلي دي. برید د چارشنبې سهار د دغه ښار پر سمنګلي سړک د اېس پي حمیدالله دستي پر موټر شوی دی خو هغه ته پکې زیان نه دی رسېدلی. د پولیسو مشر رزاق چیمه ویلي چې بریدګر درې تنه ول چې پر موټرسایکل سپاره ول. هېچا تر اوسه د دې برید زمه واري نه ده منلې.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د روسیې ولسمشر وايي هېواد یې نوې اټومي وسلې ازمویلي، د ښځو په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار وايي په ښځو د حجاب تحمیل د زغملو وړ نه دی او په جینوا کې راتلونکې اوونۍ الوتونکی موټر نندارې ته اېښودل کیږي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون هم مه هیروئ.

Pa.azadiradio.com 

پوتین: روسیې د سوریې په عملیاتو کې خپله پوځي وړتیا څرګنده کړه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، هېواد يې په اټمي وسلو سمبال کروز توغندي او تر اوبو لاندې کارېدونکي بې‌پيلوټه اټمي وسلې جوړې کړي او په برياليتوب سره‌یې تجربه کړې دي. پوتين نن په مسکو کې د خپل هېواد لوړپوړو چارواکو او د پارلمان وکيلانو ته وينا وکړه. ده وويل روسیې د سوريې په عملیاتو کې زیاته نظامي وړتيا څرګنده کړه. پوتين همداراز وويل روسیې په تېرو ۱۷ کلونو کې تر ۳۰۰ نوي نظامي سيستمونه کارولي دي. ولاديمير پوتين ويلي چې روسیه بايد د خپلو وګړو د ژوند د معيار پر لوړولو تمرکز وکړي. په خپله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په واشنګټن کې د قرغزستان د پخوانۍ سفيرې زوی د قاچاق په تور نيول شوی

امریکا، واشنګټن ته د پخوانۍ قرغز سفيرې زوی د وسلو د قاچاق په تور نيولی دی. په امریکا کې د قرغزستان پخوانۍ سفیرې ضميره صديقووا نن ويلي چې د دې پر زوی تنګيز سیدیکوف ناسم تورونه پورې شوي دي. پر تنګيز تور دی چې د روسيې د شمالي قفقاز سيمې چچنيا ته‌يې د وسلو د قاچاق کولو هڅه کړې ده. صديقووا چې په امریکا کې له ۲۰۰۵ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۰ میلادي کال پورې د قرغزستان سفيره وه، په خپل هېواد قرغزستان کې د یوې مشهورې خبريالې په توګه پېژندل کېږي. د امریکا د ورجنيا ايالت په ختيځې ولسوالۍ کې د لويې څارنوالۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې د اداري فساد په وړاندې محکمه جوړېږي

د اوکراین پارلمان هغه لايحه تصويب کړه چې له مخې به‌یې د اداري فساد پر وړاندې يوه محکمه جوړه شي. د داسې يوې محکمې غوښتنه اعتراض کوونکو ډلو او د اوکراین بهرنيو متحدانو کوله. د اروپايي ټولنې او د پيسو نړيوال صندوق په اوکراین کې د اداري فساد پر وړاندې د اصلاحاتو غوښتنه کړې. د اداري فساد پر وړاندې د شفافیت نړيوالې ادارې له‌خوا اوکراین تېر کال په اداري فساد د ککړو هېوادونو په لېست کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه ۱۳۰م بلل شوی وو. د اروپايي متحدانو او په کيف کې د پارلمان مخې ته د راټولو شويو اعتراض کوونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د «حوت۹» په مناسبت په کابل کې بېلابېلې ورزشي سیالۍ

د «حوت۹» چې د سرتېرو د ملي ورځې سره سمون خوري لوبغاړو یې په ویاړ سیالۍ تر سره کړې. په لسګونو لوبغاړو د سرتېرو د ملي ورځې په مناسبت د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د دارالامان پر سړک بېلابېلي ورزشي سیالۍ وکړې. دغه لوبغاړي وایي چې دوی غواړي دا احساس خپلو سرتېرو ته ور کړي چې ملت له دوی سره دی. وېډیو او اډیټ سباوون کاکړ

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د بني حصار اوسېدونکو ۴ وسله وال غله ونیول

د سیمې اوسېدونکي وايي، دغه وسله وال غله هغه مهال ونیول شول چې یو کور ته ننوتل او ځانونه یې د ملي امنیت کار کوونکي معریفي کړي و، خو وروسته د سیمې د خلکو لخوا ونیول شول او پولیسو ته و سپارل شول. ابراهیم صافی په دې اړه ویډیويي راپور جوړ کړي. وېډیو او اېډیټ ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

د افغان ځواکونو په ویاړ د فعالانو او ورزشي ټولنو د ځغاستې سیالۍ

د افغانستان د بېلابېلو مدني او ورزشي ټولنو له خوا د کب د نهمې نېټې د افغان امنیتي ځواکونو د ورځې په ویاړ د ځغاستې سیالۍ تر سره کړې. دا سیالۍ چې لسګونو لوبغاړو په کې ګډون کړی وو نن پنجشنبه د کابل د دارالمان په سیمه کې تر سره شوې. لوبغاړو د اووه کیلومترو په اندزه د ځغاستې، سایکل، موټرو او موټر سایکلونو په ځغلولو سره د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو نه د ملاتړ اعلان وکړ. د ځغاستو د دغو سیالیو جوړونکي وايي چې د دغو سیالیو لومړی، دوهم او درېیم مقام ته له ۱۰ زرو افغانیو نه تر درېیو زرو افغانیو پورې نغدې جایزې هم ورکړل شوې.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: ډېر ژر به په سرپل ولایت کې پراخ پوځي عملیات پیل شي

په سرپل ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، پلان لري په نېږدې راتلونکي کې د دغه ولایت په ټولو سیمو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي. په سیمه کې د ۷۰۷ قول اردو قوماندان بابه جان ازادي راډیو ته ویلي چې په فاریاب ولایت کې تصفیوي عملیات پای ته رسېدونکي دي او ورپسې به په سرپل ولایت کې هم ورته عملیات پیل شي. د راپورونو له مخې سرپل په وروستیو شا او خوا دوو کلونو کې په یوې نا امنه سیمې بدل شوی او وسله وال مخالفین د دغه ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې ځآی پرځای دي او له همدغه ځایه پر افغان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ۶ زونونو د کرکټ لوبې په ننګرهار، خوست او کونړ کې پیل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د الکوزي احمدشاه ابدالي څلور ورځنۍ لوبې د شپږو زونونو د لوبډلو ترمنځ لوبې نن پنجشنبه په ننګرهار، خوست او کونړ ولایتونو کې پیل شوې. دغه لوبې به شااوخوا دوه میاشتې دوام وکړي. د افغانستان د کورني کرکټ مشر دولت احمدزی وايي، په دې لوبو کې نویو ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو ښه زمینه برابره شوې ده. د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو لوبو په لومړۍ ورځ په ننګرهار کې د سپین‌غر او کابل، په خوست کې د بوست او مس عینک او په کونړ کې د بند امیر او امو زونونو د لوبډلو ترمنځ لوبې روانې دي.

Pa.azadiradio.com 

بامیان کې د سکي لوبو اتم پړاو به سبا جمعه ترسره شي

ټاکل شوې چې د بامیان په ولایت کې د «سکي چلنج» په نوم د سکي لوبو اتم پړاو سیالۍ د جمعې په ورځ تر سره شي. د بامیان د سکي کلب مشر سجاد حسیني نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، په دغو سیالیو کې کورني او بهرني لوبغاړي ګډون کوي. دا سیالۍ د یوې ورځې لپاره د بامیانو د مرکز اړوند د «پولادي درې» په سیمه کې تر سره کېږي. په بامیان کې د ازادي راډيو خبریال وايي، د سیالیو لپاره د شااوخوا ۲۰ هېوادونو لوبغاړي بامیان ولایت ته رسېدلي دي. د «سکي چلنج» سیالیو په تېر پړاو کې د بامیانو لوبغاړو لومړی، د سویس دوهم او امریکايي لوبغاړو درېیم مقام ګټلی و.

Pa.azadiradio.com 

غني: افغانستان به د جګړې او سياست په دواړو ډګرونو کې بريالی وي

افغان ولسمشر وايي، افغانستان به د جګړې او سياست په دواړو ډګرونو کې بريالی وي. ولسمشر محمد اشرف غني نن د سرتېرو د ورځې په مناسبت په غونډه کې خبرې وکړې. ده افغان امنيتي ځواکونه وستايل، خو ټينګار يې وکړ چې د امنيت د ټينګښت په برخه کې غفلت د منلو وړ نه‌دی. د حوت نهمه چې د حکومت له‌خوا د سرتېري د ورځې په نوم نومول شوې، نن د افغانستان د دفاع وزارت له‌خوا د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه. په دې غونډه کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ، د افغان حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله او د درې ګونو امنیتي ارګانونو مسؤلینو ګډون کړی و. Читать дальше...