World News in Pashto

په واشنګټن کې د قرغزستان د پخوانۍ سفيرې زوی د قاچاق په تور نيول شوی

امریکا، واشنګټن ته د پخوانۍ قرغز سفيرې زوی د وسلو د قاچاق په تور نيولی دی.


په امریکا کې د قرغزستان پخوانۍ سفیرې ضميره صديقووا نن ويلي چې د دې پر زوی تنګيز سیدیکوف ناسم تورونه پورې شوي دي.


پر تنګيز تور دی چې د روسيې د شمالي قفقاز سيمې چچنيا ته‌يې د وسلو د قاچاق کولو هڅه کړې ده.


صديقووا چې په امریکا کې له ۲۰۰۵ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۰ میلادي کال پورې د قرغزستان سفيره وه، په خپل هېواد قرغزستان کې د یوې مشهورې خبريالې په توګه پېژندل کېږي.


د امریکا د ورجنيا ايالت په ختيځې ولسوالۍ کې د لويې څارنوالۍ دفتر ويلي چې د دې زوی او يو بل تورن کس ايلدار رضوانوف د تېرې سې شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه ونيول شول.


د دې دفتر اعلاميه وايي چې دواړو تورنو کسانو تر ۱۰۰ زياتې وسلې پېرلي، پرزې يې سره جلا کړي او غوښتل‌يې پرته له جوازه‌يې چچنيا ته ولېږي.


د قرغزستان د بهرنیو چارو وزارت نن وويل چې د تورنو کسانو د هویت په اړه پلټنې کوي.


د جرم ثابتېدو په صورت کې هر يو تورن کس په ۲۰ کاله بند محکومېدای شي.

Читайте на сайте