World News in Pashto

د سعودي د عدلي سیستم په اړه د یوې لاهور مېشتې حقوقي ډلې غبرګون

د بشري حقونو د څار لاهور مېشته یوه حقوقي ډله چې د پاکستان د عدالت پروژه نومېږي، وایي چې د سعودي عربستان عدلي او قضایي سیستم د پاکستاني وګړو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.


دغو ډلو نن چهارشنبه یو ۲۹ صفحه یي راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې د سعودي عربستان عدلي او قضایي سیستم په ځانګړي ډول، د پاکستانیانو لپاره لا سخت دی، داسې چې هغوی حقوقي مرستو په ترلاسه کولو، د سعودي په محاکمو کې د دوسیو د ارزولو او په هغه هېواد کې د پاکستان د سفارت له چارواکو څخه د قنسلي خدماتو په ترلاسه کولو کې، له سختو ستونزو سره مخامخ دي.


سعودي عربستان د شااوخوا ۱۲ میلیونه بهرنیو اتباعو کوربه دی چې د دغه هېواد د نفوس یو په درېیمه برخه جوړوي.


د بشري حقونو د څار ډله وایي، یو میلیون او شپږ لکه پاکستانیان په سعودي عربستان کې ژوند کوي چې ډېری یې د کار لپاره ورغلي دي.


د دغې ډلې په خبره، سعودي عربستان په تېرو څلورو کلونو کې ۷۳ تنه پاکستانیان اعدام کړي دي چې ډېری یې د هیروئینو په قاچاق تورن وو.

Читайте на сайте