World News in Pashto
Март
2018

Новости за 07.03.2018

Mashaalradio.com 

د پاکستان سېنېټ د نرښځیو تحفظ بل منظور کړ

د پاکستان سېنېټ د چارشنبې په ورځ د نرښځیانو د تحفظ بل په متفقه ډول بېل منظور کړ. دا بېل پاکستاني نرښځیانو ته د ژوند په بیلا بیلو چارو کې اسانتیاوې پیدا کوي او هغوی ته خپله پېژدندګلوي ورکوي.

Mashaalradio.com 

د پاکستان سېنېټ د نرښځیانو د تحفظ بېل منظور کړ

د پاکستان سېنېټ د چارشنبې په ورځ د نرښځیانو د تحفظ بل په متفقه ډول بېل منظور کړ. دا بېل پاکستاني نرښځیانو ته د ژوند په بیلا بیلو چارو کې اسانتیاوې پیدا کوي او هغوی ته خپله پېژدندګلوي ورکوي.

Mashaalradio.com 

پاکستان: د سېنېټ د مشر او مرستیال ټاکلو لپاره هلې ځلې تېزې شوې

اسلام اباد یو وار بیا د سیاسي خوزښت ننداره وړاندې کوي. مسلم لیګ ن او پاکستان پیپلز پارټي د سېنېټ د نوي مشر او مرستیال د ټاکلو لپاره د نورو ګوندونو له مشرانو سره په تماس کې دي. د چارشنبې په ورځ د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمودخان اڅکزي، د جمیعت علما اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان تپې د بڼې د بدلېدو چارې پیل شوې

په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان تپې د زرغونتیا او د بڼې د بدلېدو چارې پیل شوې. د افغانستان د ښار جوړونې وزیر سید سادات منصور نادري د چهارشنبې په ورځ د وزیر محمد اکبر خان تپې د پارک پروژې پرانېستغونډې ته وویل، دا پروژه د هندوستان د شااوخوا ۵۷ ميلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. په کابل کې د هند سفیر من پریت وهرا دغې غونډې ته وویل، دغې تپې ته د هندوستان له خوا ډالۍ شوی بېرغ د خلکو پاملرنه جلب کړې، نو ځکه د یوه ملي پارک په توګه د دغې تپې ډيزاینول یوه اړتیا وه. هندوستان له دې وړاندې په ۲۰۱۴ میلادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له روسي پارلمانه راپور ورکوونکو ښځینه خبریالانو ته وړاندیز

د روسیې د پارلمان مشر هغو ښځینه خبریالانو ته چې د دغه هېواد د پارلمان راپورونه ورکوي، ویلي که چېري دوی د پارلمان د غړو له خوا له جنسي ځورونې سره مخامخ وي، خپلې دندې دې بدلې کړي. ویاخیسلاف وو لودین نن د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې یو شمېر ښځینه خبریالانو ته په وینا کې دا خبره وکړه. نوموړي د پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې د مشر لیونید سلوتسکي پر وړاندې هغه تورونه چې د ښځینه خبریالانو له خوا د جنسي ازار په اړه ورباندې لګول شوي وو، د هغه د بې اعتباره کولو یوه هڅه وبلله.  د بي بي سي د روسي څانګې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د شمالي قفقاز په چچن سیمه کې یوې هلیکوپترې سقوط کړی

د روسیې د شمالي قفقاز په چچن سیمه کې چارواکي وایي، د یوې هلیکوپټرې د سقوط له کبله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي. سیمه‌ییز چارواکي وایي، دا هلیکوپټره د سرحدي ساتونکو اړوند وه او د چچن په جنوب کې په یوه غرنۍ سیمه کې رالوېدلې ده.  تر اوسه د دې پېښې د علت په اړه دقیق معلومات نه‌شته.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د شمالي قفقاز په چیچن سیمه کې یوې هلیکوپترې سقوط کړی

د روسیې د شمالي قفقاز په چیچن سیمه کې چارواکي وایي، د یوې هلیکوپترې د سقوط له کبله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي. سیمه ییز چارواکي وایي، دا هلیکوپتره د سرحدي ساتونکو اړوند وه او د چیچن په جنوب کې په یوه غرنۍ سیمه کې رالوېدلې ده.  تر اوسه د دې پېښې د علت په اړه دقیق معلومات نشته.

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو مذهبي مشر حسین شیرازي نیولی

ایراني چارواکو هغه مذهبي مشر نیولی دی چې په دې وروستیو کې یې د ایران د رژیم په ځپونکو او نا عدالانه اقداماتو تورن کړی و. نیول شوی حسین شیرازي د آیت الله صادق شیرازي زوی دی. آیت الله صادق شیرازي یو لوړ پوړی شیعه مذهبي مشر دی چې په ایران او عراق کې ډېر پلویان لري. دواړه د ایران د رژیم منتقدین دي. د آیت الله صادق شیرازي یوه لندن مېشتي استازي بي بي سي ته ویلي چې حسین شیرازي د مارچ پر شپږمه په قم ښار کې د مذهبي لکچر وروسته ونیول شو. د ایران سخت دریځي آیت الله صادق شیرازي تورنوي چې له برېتانیا او سعودي عربستان څخه مرسته ترلاسه کوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په جلال اباد کې د ځانمرګي برید وروستی حال

په جلال اباد ښار کې ځانوژونکي بریدګر د ننګرهار د حج او اوقافو رییس عبدالظاهر حقاني او د هغه ساتونکی وژلي او ۱۶تنه ولسي وګړي يې ټپیان کړي دي.په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ذبیح الله غازي ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

په جلال اباد کې د ننني ځانمرګي برید وروستی حال

په جلال اباد ښار کې ځانوژونکي بریدګر د ننګرهار د حج او اوقافو رییس عبدالظاهر حقاني او د هغه ساتونکی وژلي او ۱۶تنه ولسي وګړي يې ټپیان کړي دي.په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ذبیح الله غازي ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

په جلال اباد کې د نننۍ ځانمرګی برید وروستۍ حال

په جلال اباد ښار کې ځانوژونکي بریدګر د ننګرهار د حج او اوقافو رییس عبدالظاهر حقاني او د هغه ساتونکی وژلي او ۱۶تنه ولسي وګړي يې ټپیان کړي دي.په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ذبیح الله غازي ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

وچه ډوډۍ

په افغانستان کې د نورو خوړو په پرتله وچه ډوډۍ ډېره خوړل کېږي. په دغې ویډیو کې په بامیانو کې د وچې ډوډۍ دپخولو یوه دودیزه بڼه وګورئ. ویډیو: د امریکا غږ اشنا خبریال ظفر بامیاني

Pa.azadiradio.com 

بیکزاد: بهر ته د افغاني غالیو قاچاق زیات شوی

په شمال زون کې د غالۍ اوبدونکو د اتحادیې مسؤلين اندېښنه څرګندوي چې له هېواده بهر ته د افغاني غالیو قاچاق زیات شوی او په شمال او شمال ختیځ زون کې موجوده نا امنیو د افغاني غالیو پر تولید هم منفي اغېزه کړې ده. په شمال زون کې د غالۍ اوبدونکو د اتحادیې مشر عبدالستاز بیکزاد نن چهارشنبه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې لا هم افغاني غالۍ په قاچاقي ډول پاکستان ته صادرېږي او له هغه ځای څخه د پاکستان په ارم او نښان امریکا او اروپایي هېوادونو ته لېږدول کېږي. په شمال زون کې د غالۍ اوبدونکو د اتحادیې مشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سعودي د عدلي سیستم په اړه د یوې لاهور مېشتې حقوقي ډلې غبرګون

د بشري حقونو د څار لاهور مېشته یوه حقوقي ډله چې د پاکستان د عدالت پروژه نومېږي، وایي چې د سعودي عربستان عدلي او قضایي سیستم د پاکستاني وګړو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي. دغو ډلو نن چهارشنبه یو ۲۹ صفحه یي راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې د سعودي عربستان عدلي او قضایي سیستم په ځانګړي ډول، د پاکستانیانو لپاره لا سخت دی، داسې چې هغوی حقوقي مرستو په ترلاسه کولو، د سعودي په محاکمو کې د دوسیو د ارزولو او په هغه هېواد کې د پاکستان د سفارت له چارواکو څخه د قنسلي خدماتو په ترلاسه کولو کې، له سختو ستونزو سره مخامخ دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرملېن: د روسیې، ایران او ترکیې ولسمشران په اپرېل کې سره وګوري

کرملېن تأیید کړه چې د روسیې، ایران او ترکیې ولسمشران به د اپرېل په میاشت کې له یو بل سره وګوري. د کرملېن په یوه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه خپره شوې، د ولادیمیر پوتین، حسن روحاني او رجب طیب اردوغان د لیدنې په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي او نه‌یې هم د دې لیدنې د وخت او ځای په اړه څه ویلي دي. دغه درې هېوادونه په سوریه کې نږدې همکارۍ لري او تمه ده چې د سوریې جګړه به د دې خبرو اصلي اجنډا وي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو چې دا درې مشران به په اپريل کې سره وویني، خو د دغه وزارت ویاند هم د ځای په اړه څه ونه‌ویل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرملین: د روسیې، ایران او ترکیې ولسمشران په اپریل کې سره وګوري

کرملین تائید کړه چې د روسیې، ایران او ترکیې ولسمشران به د اپریل په میاشت کې له یو بل سره وګوري. د کرملین په یوه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه خپره شوې، د ولادیمیر پوتین، حسن روحاني او رجب طیب اردغان د لیدنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه یې هم د دې لیدنې د وخت او ځای په اړه څه ویلي دي. دغه درې هېوادونه په سوریې کې نېږدې همکارۍ لري او تمه ده چې د سوریې جګړه به د دې خبرو اصلي اجنډا وي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو چې دا درې مشران به په اپریل کې سره وویني، خو د دغه وزارت ویاند هم د ځای په اړه څه ونه ویل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مون: د دوو کوریاوو ترمنځ خبرې به سولې ته د رسېدو لپاره کافي نه‌وي

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه-اېن ویلي، اوس تر وخت دمخه ده چې له متحده ایالاتو سره د اټمي وسلو د له‌منځه وړلو په تړاو د بحث لپاره د شمالي کوریا وړاندیز ته خوشبیني وښودل شي.  ښاغلي مون نن چهارشنبه د سیاسي ګوندونو مشرانو ته وروسته له هغه دا خبره وکړه چې د جنوبي کوریا پلاوي له پیونګ یانګ څخه تر تاریخي سفر وروسته، د هغه هېواد د مشر کېم جونګ اون دا وړاندیز په ډاګه کړ. ښاغلی مون وایي، موږ اوس په لومړنیو کرښو کې یوو. د جنوبي کوریا ولسمشر دغه‌راز د مذاکراتو مېز ته د راتګ په بدل کې له پیونګ یانګ سره د پټو موافقو ادعاوې هم رد کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مون: د دوو کوریاوو تر منځ خبرې به سولې ته د رسېدو لپاره کافي نه وي

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې اِن ویلي، اوس تر وخت د مخه ده چې له متحده ایالاتو سره د اټمي وسلو د له منځه وړلو په تړاو د بحث لپاره د شمالي کوریا وړاندیز ته خوشبیني وښودل شي.  ښاغلي مون نن چهارشنبه د سیاسي ګوندونو مشرانو ته وروسته له هغه دا خبره وکړه چې د جنوبي کوریا پلاوي له پیونګ یانګ څخه تر تاریخي سفر وروسته، د هغه هېواد د مشر کیم یونګ اون دا وړاندیز په ډاګه کړ. ښاغلی مون وایي ، موږ اوس په لومړنیو کرښو کې یوو. د جنوبي کوریا ولسمشر دغه راز د مذاکراتو میز ته د راتګ په بدل کې له پیونګ یانګ سره د پټو موافقو ادعاوې هم رد کړې. Читать дальше...