World News in Pashto

مون: د دوو کوریاوو تر منځ خبرې به سولې ته د رسېدو لپاره کافي نه وي

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې اِن ویلي، اوس تر وخت د مخه ده چې له متحده ایالاتو سره د اټمي وسلو د له منځه وړلو په تړاو د بحث لپاره د شمالي کوریا وړاندیز ته خوشبیني وښودل شي. 


ښاغلي مون نن چهارشنبه د سیاسي ګوندونو مشرانو ته وروسته له هغه دا خبره وکړه چې د جنوبي کوریا پلاوي له پیونګ یانګ څخه تر تاریخي سفر وروسته، د هغه هېواد د مشر کیم یونګ اون دا وړاندیز په ډاګه کړ.


ښاغلی مون وایي ، موږ اوس په لومړنیو کرښو کې یوو.


د جنوبي کوریا ولسمشر دغه راز د مذاکراتو میز ته د راتګ په بدل کې له پیونګ یانګ سره د پټو موافقو ادعاوې هم رد کړې.


هغه واېي شمالي کوریا ته به داسې ډالۍ نه وي.


د جنوبي کوریا مشر له متحده ایالاتو سره د نېږدې همکاریو پر اهمیت بیا ټینګار وکړ او هغه یې د خپل امنیت تضمین وباله او زیاته یې کړه:


"زه فکر کوم، د اټمي وسلې د له منځه وړلو په اړه خبرې به یوازې هغه وخت وشي چې جنوبي کوریا او د امریکا متحده ایالات پر دې موضوع یو ګډ دریځ غوره کړي." 


مون همدا راز وویل چې د دوو کوریاوو تر منځ خبرې به سولې ته د رسېدو لپاره کافي نه وي.

Читайте на сайте