World News in Pashto

ایراني چارواکو مذهبي مشر حسین شیرازي نیولی

ایراني چارواکو هغه مذهبي مشر نیولی دی چې په دې وروستیو کې یې د ایران د رژیم په ځپونکو او نا عدالانه اقداماتو تورن کړی و.


نیول شوی حسین شیرازي د آیت الله صادق شیرازي زوی دی.


آیت الله صادق شیرازي یو لوړ پوړی شیعه مذهبي مشر دی چې په ایران او عراق کې ډېر پلویان لري.


دواړه د ایران د رژیم منتقدین دي.


د آیت الله صادق شیرازي یوه لندن مېشتي استازي بي بي سي ته ویلي چې حسین شیرازي د مارچ پر شپږمه په قم ښار کې د مذهبي لکچر وروسته ونیول شو.


د ایران سخت دریځي آیت الله صادق شیرازي تورنوي چې له برېتانیا او سعودي عربستان څخه مرسته ترلاسه کوي.


د نوموړي پلویان وایي، شیرازي د ایران پر رژیم د انتقاد او د نورو مسایلو په اړه د خپلواک دریځ له کبله تر فشارونو لاندې دی. 

Читайте на сайте