World News in Pashto

د ترکمنستان جمهور رئيس ازبکستان ته په دوه ورځني سفر ولاړ

د ترکمنستان جمهور رئيس قربان قلي بردي محمدوف نن دوشنبه ازبکستان ته په دوه ورځني سفر روان شو.


هغه به د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیايیف سره پر اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړیکو خبرې وکړي.


د میرضیایيف دفتر ویلي، دواړه ولسمشران به پر سیمه یېزو او نړیوالو مسئلو خبرې وکړي.


د ترکمنستان حکومت ته نېږدې سرچینو د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط د ازادي اروپا ازادي راډیو ترکمنۍ برخې ته ویلي چې د ټاپي پروژې پر جوړولو هم خبرې کېږي.


ټاپي د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لېږدوي.


د ازبکستان ولسمشر ویلي چې له ترکمنستان سره د اړیکو ښه کولو ته اولویت ورکوي اود جمهور رئیس په توګه تر ټاکل کېدو وروسته یې لومړنی بهرنی سفر هم ترکمنستان ته و. 

Читайте на сайте