World News in Pashto
Апрель
2018

Новости за 23.04.2018

Mashaalradio.com 

چين: د پاکستان سره همکاري زياتوو

د چين بهرنيوو چارو وزير وايي د پاکستان سره اړيکې نورې ټېنګوي او غواړي اسلام اباد سره د ترهګرۍ په وړاندې روانه جګړه کې پوځي همکاري زياته کړي.

Mashaalradio.com 

کوټه کې د هزاره ګانو وژنه وغندل شوه

په بلوچستان کې شییعه مذهبي او سیاسي ډلو د شنبې په ورځ په کوټه کې په یوه هدفي برید کې د دوو هزاره ګانو د وژنې او د یوه د ژوبلېدو پېښه په کلکله غندلې.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

سلګونو غمجنو افغانانو نن په کابل کې د پرونۍ حملې قربانيان خاورو ته وسپارل. د فرانسې ولسمشر نن امريکا ته روان شو. دا او نور مهم خبرونه په ازادي سټوډیو کتلی شئ چې د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون خپریږي.

Pa.azadiradio.com 

دارمنستان صدراعظم استعفا وکړه

د ارمنستان صدراعظم سرژ سرکسیان نن استعفا وکړه. په ارمنستان کې له یولسو ورځو راهیسې خلکو مظاهرې کولې او د صدراعظم د استعفا غوښتنه یې کوله. سرکسیان تر دوو دورو جمهوري ریاست وروسته، د اپرېل په اولسمه نېټه د ارمنستان صدراعظم ټاکل شوی و.

Mashaalradio.com 

د تیرا راجګل کډوال د خپلو حقونو لپاره پر احتجاج

دوی تر یوه ساعته د دې لپاره پر احتجاج ول چې خپلو سیمو ته دې یې ستانه کړي، په جنګ جګړو کې کنډکپر شوي کورنه دې ورته ورغول شي او د نورو بې کړه شویو کډوالو غوندې مراعات او اسانتیاوې دې ورکړل شي.

Pa.azadiradio.com 

نامعلومه وسله‌والو په سرپل کې ۳ ماشومان وژلي

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې نن دوشنبه ناڅرګنده وسله‌والو کسانو پر درېیو ماشومانو چې د سړک پر غاړه‌یې ایسکریم خرڅول، ډزې کړي او وژلي یې دي. د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌وال کسان له سیمې تښتېدلي، خو پولیسو یې د موندلو هڅې پېل کړې دي. د حملې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې سږ کال د سختې وچکالۍ خطر دی

په افغانستان کې د واورې او باران د کم ورښت له امله، سږ کال د سختې وچکالۍ خطر دی. د روېټرز خبري اژانس په حواله، د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د تېرو کلونو په پرتله، ۶۰ فیصده کم باران شوی دی. په افغانستان کې له طبیعي افتونو سره د مبارزې د ملي ادارې ویاند حشمت خان بهادري روېټرز اژانس ته ویلي چې سږ کال ښايي د وچکالۍ له امله، د افغانستان په زیاتو ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان کړي. د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې، یونېسف نن له نړیوالو غوښتنه وکړه چې ۱۰ ميلیونه ډالر په وچکالۍ ځپلو ولایتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان صدراعظم نن دوشنبه استعفا وکړه

د ارمنستان صدراعظم سرژ سرکیسیان نن استعفا وکړه. په ارمنستان کې له ۱۱ ورځو راهیسې خلکو مظاهرې کولې او د صدراعظم د استعفا غوښتنه‌یې کوله. سرکیسیان تر دوو دورو جمهوري ریاست وروسته، د اپرېل په ۱۷مه نېټه د ارمنستان صدراعظم ټاکل شوی و. سرکیسیان نن دوشنبه په اعلامیه کې د مخالفو اعتراض کوونکو د مشر نیکول پاشینیان په اړه لیکلي چې پاشینیان سم ویل. سرکیسیان ویلي چې د اعتراض د غلي کولو نورې لارې هم وې چې دی یې پلوي نه‌کوي او استعفا یې غوره بللې ده.

Mashaalradio.com 

نواز شریف وايي، پاکستان کې بدترینه ډیکټېټرشپ دی

د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف د دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې احتساب عدالت ته تر وړاندې کېدو وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي،په هېواد کې جمهوريت نه بلکې بدترين ډیکټېټرشپ دی.

Pa.azadiradio.com 

حکومت سره یوځای شوې ډله: ایران د ټاپي د مخنیوي لپاره وسلې راکولې

په هرات کې د وسله‌والو طالبانو یوې ډلې چې له حکومت سره یوځای شوې، ادعا کړې چې ایران وسلې ورکولې او لارښوونه‌یې ورته کوله چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د جوړېدو مخنیوی وکړي. پژواک خبري اژانس ویلي چې د اتو وسله‌والو دا ډله د یکشنبې په ورځ په هرات کې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شوې ده. د هرات د پولیسو مشر پژواک ته ویلي چې دې کسانو د هرات په پښتون زرغون او کرخ ولسوالیو کې تخریبي فعالیت کاوه. خو د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي‌زاده نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ایران په اړه د دې کسانو ادعا تر څېړنې لاندې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له حکومت سره د وسله والو یوې یو ځای شوې ډلې ویلي، ایران وسلې ورکولې

په هرات کې د وسله والو طالبانو یوې ډلې چې له حکومت سره یوځای شوې، ادعا کړې چې ایران وسلې ورکولې او لارښوونه یې ورته کوله چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د جوړېدو مخنیوی وکړي. پژواک خبري اژانس ویلي چې د اتو وسله والو دا ډله د یکشنبې په ورځ په هرات کې له امنیتي ځواکونو سره یوځای شوې ده. د هرات د پولیسو مشر پژواک ته ویلي چې دې کسانو د هرات په پښتون زرغون او کرخ ولسوالیو کې تخریبي فعالیت کاوه. خو د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د ایران په اړه د دې کسانو ادعا تر څېړنې لاندې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ارمنستان کې د دولت ضد مظاهره‌چیانو مشر له توقیفه خوشې شو

په ارمنستان کې د دولت ضد مظاهره‌چیانو مشر، نیکول پاشینیان له توقیفه خوشې شو. هغه له خوشې کېدو سره سم، په ایروان کې له اعتراض کوونکو سره یوځای شو. پاشینیان نن دوشنبه وویل چې وروسته به د صدراعظم له مرستیال سره د خپلې کتنې په اړه اعلامیه خپره کړي. د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې نن لسګونه زره کسان د اعتراض لپاره لارو او کوڅو ته راوتلي دي. اعتراض کوونکي د صدراعظم سرژ سرکیسیان استعفا غواړي او ویلي یې دي چې تر هغه به اعتراض جاري وساتي. راپورونه وايي، نن ۲۰۰ غیر مسلح کسان چې پوځي یونیفورم‌یې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پېښور: د تېز بس پروژې خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي

د خېبر پښتونخوا حکومت د بي آرټي یا چټک بس منصوبه په پېښور ښار کې د ګاډو د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره پېل کړې وه. د دې پروژې په ترڅ کې به له څوکنو څخه تر حیات آباده پورې خوا او شا درې سوه بسونه چلېږي او د دې لپاره ۳۲ سټاپونه يا تم ځايونه جوړېږي.

Pa.azadiradio.com 

د لوګر ځیني اوسېدونکي: په شپنیو پوځي عملیاتو کې ملکیان زیانمنېږي

وړمه شپه د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اړوند د شېخانو په کلي کې د افغان ځواکونو د صفر یو قطعې له خوا عملیات شوي چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دوی ته په کې زیانونه اوښتي دي. د سيمي خلک او د لوګر د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي، د يادو عملياتو پر مهال د ملکي خلکو کورونه ویجاړ شوي او ځيني خلک‌يې د طالبانو په نوم له ځانونو سره بیولي دي. بل‌خوا د والي ویاند سلیم صالح وایي چې په دې عملياتو کې د ملا حليم په نوم د يو طالب کور ویجاړ شوی او د عملياتو پر مهال‌يې د اسامه په نوم یو طالب قوماندان وژلی او درې نور طالبان‌يې ژوندي نيولي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان جمهور رئيس ازبکستان ته په دوه ورځني سفر ولاړ

د ترکمنستان جمهور رئيس قربان قلي بردي محمدوف نن دوشنبه ازبکستان ته په دوه ورځني سفر روان شو. هغه به د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیايیف سره پر اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړیکو خبرې وکړي. د میرضیایيف دفتر ویلي، دواړه ولسمشران به پر سیمه یېزو او نړیوالو مسئلو خبرې وکړي. د ترکمنستان حکومت ته نېږدې سرچینو د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط د ازادي اروپا ازادي راډیو ترکمنۍ برخې ته ویلي چې د ټاپي پروژې پر جوړولو هم خبرې کېږي. ټاپي د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لېږدوي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ټلګرام شرکت مشر پر روسانو د حکومت پر ضد د اعتراض غږ کړی

د ټلګرام اڼترنټي شرکت مشر پاول دوروف پر روسانو غږ کړی چې د حکومت پر ضد اعتراض وکړي. ټلګرام یو اپلېکېشن دی چې د مسجونو او مکالمې لپاره کارول کېږي. د روسیې حکومت هڅې پېل کړي چې په هغه هېواد کې پر دې اپلېکېشن بندیز ولګوي. پاول دوروف د سیاسي فشارونو له امله په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له روسیې وتښتېد. دوروف له هغو روسانو چې پرون یکشنبه‌یې له ټلګرامه د ملاتړ لپاره له خپلو کړکیو کاغذي الوتکې په هوا کړې، مننه وکړه. د ټلګرام اپلېکېشن لوګو، کاغذي الوتکه ده. پاول دوروف نن په یوه پيغام کې چې پر انټرنټ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ټلګرام شرکت مشر پر روسانو د حکومت پرضد د اعتراض غږ کړی

د ټلګرام اڼترنټي شرکت مشر پاول دوروف پر روسانو غږ کړی چې د حکومت پرضد اعتراض وکړي. ټلګرام یو اپلکېشن دی چې د مسجونو او مکالمې لپاره کارول کېږي. د روسیې حکومت هڅې پېل کړي چې په هغه هېواد کې پر دې اپلکېشن بندیز ولګوي. پاول دوروف د سیاسي فشارونو له امله په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له روسیې وتښتېد. دوروف له هغو روسانو چې پرون یکشنبه یې له ټلګرامه د ملاتړ لپاره له خپلو کړکیو کاغذي الوتکې په هوا کړې، مننه وکړه. د ټلګرام اپلکېشن لوګو، کاغذي الوتکه ده. پاول دوروف نن په یوه پيغام کې چې پر انټرنټ خپور... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

روغتیا او درملنه

په روغتیا او درملنه خپرونه کې یو ډاکتر د یوې ځانګړې ناروغۍ په اړه د خلکو پوښتنو ته د ټیلي فون له لارې ځواب وايي.

Pa.azadiradio.com 

په IPL سیالیو کې کېنګز پنجاب لوبډله له ډهلي ډېرډیولز سره مخ کېږي

د هندوستان د سوداګریزو کرکټ سیالیو یا IPL دوه ویشتمه لوبه د کېنګز پنجاب او ډهلي ډېرډیولز لوبډلو تر منځ نن دوشنبه په ډهلي کې تر سره کېږي. د کېنګز پنجاب لوبډلې چې افغان ورو بالر مجیب ځدراڼ له ځانه سره لري، تر دې دمه په پنځو لوبو کې څلور لوبې ګټلي او په دوهم مقام کې ځای لري. د ډهلي لوبډلې بیا په پنځو لوبو کې یوه ګټلې او تر دې دمه د جدول په وروستي یا اتم مقام کې ځای لري. د کرکټ مشهورې ویبپاڼې کرېک انفو د پنجاب لوبډلې په بریاوو کې د افغان لوبغاړي مجیب ځدراڼ اقتصادي توپ اچونه او د ویسټ انډیزي لوبغاړي ګريس ګېل ښه توپوهنه د پام وړ بللې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په "IPL" سیالیو کې کېنګز پنجاب لوبډله له ډهلي ډېرډیولز سره مخ کېږي

د هندوستان د سوداګریزو کرکټ سیالیو یا "IPL"، دوه ویشتمه لوبه د کېنګز پنجاب او ډهلي ډېرډیولز لوبډلو ترمنځ نن دوشنبه په ډهلي کې ترسره کېږي. د کېنګز پنجاب لوبډلې چې افغان ورو بالر مجیب ځدراڼ له ځانه سره لري، تر دې دمه په پنځو لوبو کې څلور لوبې ګټلي او په دوهم مقام کې ځای لري. د ډهلي لوبډلې بیا په پنځو لوبو کې یوه ګټلې او تر دې دمه د جدول په وروستي یا اتم مقام کې ځای لري. د کرکټ مشهورې وېب‌پاڼې کرېک انفو د پنجاب لوبډلې په بریاوو کې د افغان لوبغاړي مجیب ځدراڼ اقتصادي توپ اچونه او د وېسټ انډیز لوبغاړي ګرېس ګېل ښه توپوهنه د پام وړ بللې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په کچه د فوټبال جام لپاره د غوراوي سیالۍ پیلېږي

د افغانستان په کچه د فوټبال جام سیالیو لوبډلو د غوراوي لپاره د هېواد په ټولو زونونو کې د فوټبال سیالۍ پیلېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو لړۍ پرون یکشنبه له کابل څخه پیل شوه او په پام کې ده چې تر ټولو زونونو وغځېږي. د کابل په څلور اړخیزه ټورنمنټ کې د سرې میاشتې، اردو، متحد افغان او مشعل لوبډلو برخه اخیستې چې تر دې دمه اردو د مشعل او سرې میاشتې د متحد افغان لوبډلو ته ماتې ورکړې دي. د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل، د هر زون څخه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فجر په نړیوالو تکواندو سیالیو کې افغانستان درېیم مقام وګاټه

د فجر په نړیوالو تکواندو سیالیو کې افغانستان درېیم مقام خپل کړ. د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې روزونکي بشیر ترکي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، د نجونو او هلکانو په دواړو لوبډولو کې افغان لوري درېیم مقامونه ګټلي دي. ښاغلی ترکی وايي، د نجونو په سیالیو کې لومړی مقام ایران دوهم ازربایجان، درېیم افغانستان او څلورم روسيې وګاټه، په داسې حال کې چې د هلکانو په منځ کې هم لومړی مقام ایران، خو دوهم عراق، درېیم افغانستان او څلورم ارمنستان وګاټه. په دغو سیالیو کې د نجونو او هلکانو ۱۶ کسیز افغان تکواندوکارانو برخه اخیستې وه. Читать дальше...