World News in Pashto

لاوروف: د امریکا بندیزونه باید د تهران اټمي موافقه زیانمنه نه کړي

په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ ګواښ کړی چې د ایران له اټمي موافقې څخه وځي، د جرمني او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې د دې تړون پرسر د رامنځ ته شوي کړکېچ د حل لپاره به ګډ کار وکړي.


سرګي لاوروف پرون په مسکو کې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره له لیدنې وروسته وویل، مهمه داده چې د امریکا نوي بندیزونه باید له تهران سره اټمي موافقه زیانمنه نه کړي.


لاوروف له ماس سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې له ایران سره د اټمي موافقې پنځه اړخونه روسیه، جرمني، چین، بريتانیا او فرانسه باید د دې مهم سند د ژوندي پاتې کېدو لپاره ګډ کار وکړي.

Читайте на сайте