World News in Pashto

IPL: کلکته کېنګ نایټ رایډرز او راجستان رایالز سره مخ کېږي

ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ غورلیګ یا «ای.پي.اېل» سیالیو په لړ کې نن سې شنبه کلکته کېنګ نایټ رایډرز او راجستان رایالز لوبډلې سره مخامخ کېږي.


له دې وړاندې د تېرې شپې په لوبه کې بنګلور پنجاب لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.


د سیالۍ ټاس بنګلور لوبډلې وګاټه او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.


پنجاب لوبډلې د سیالۍ په ۱۶م اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او بنګلور لوبډلې ته يې د ۸۹ منډو هدف ورکړ چې یاد هدف بنګلور د سیالۍ په نهم اوور کې پوره کړ او دغه سیالۍ يې په خپل نوم کړه.


 

Читайте на сайте