World News in Pashto
Май
2018

Новости за 15.05.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د لسګونو فلسطنیانو وژنه کابل غندلې. ایران د خپل اټومي تړون د خوندیتوب هڅې کوي او اندونیزیا ادعا کړې چې یوشمیر ترهګر یې پیژندلي. د دې ترڅنګ به د فوټبال ستوري، نیمار په اړه واورئ. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پیشګام تلویزیون څخه هم لیدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، د فراه ښار د افغان پوځ په لاس کې دی

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، فراه ښار د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی. د ناټو ماموریت په یوه خبرپاڼه کې نن وویل چې د امریکا «اې 10» جنګي الوتکو ته د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ ماموریت سپارل شوی دی. د افغانستان ولسمشر نن ملي دفاع وزارت ته ورغلی و او فراه ته یې د تازه امنیتي ځواکونو د استولو دستور ورکړ. د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست ویاند، جاوید فیصل پر ټوېټر لیکلي چې نوي کوماندو ځواکونه د فراه ښار د پولیسو مرکز، د ملي امنیت ریاست او د فراه محبس ته استول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، د فراه ښار د افغان پوځ په لاس کې دی

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، فراه ښار د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی. د ناټو مأموریت په یوه خبرپاڼه کې نن وویل چې د امریکا «اې-۱۰» جنګي الوتکو ته د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ مأموریت سپارل شوی دی. د افغانستان ولسمشر نن ملي دفاع وزارت ته ورغلی و او فراه ته‌یې د تازه امنیتي ځواکونو د استولو دستور ورکړ. د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست ویاند، جاوید فیصل پر ټویټر لیکلي چې نوي کمانډو ځواکونه د فراه ښار د پولیسو مرکز، د ملي امنیت ریاست او د فراه محبس ته استول شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په فراه ښار کې څه تېرېږي؟

د فراه والی عبدالبصیرسالنګی د چارشنبې په سهار مشال راډيو ته وویل، افغان ځواکونو وسله‎وال طالبان پرېنښودل چې د ښار مهمې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي. دا مهال په فراه ښار کې څه تېریږي؟ د ازادي راډيو په دغه ویدیو کې یې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

په فراه ښار کې څه تیریږي

په داسې حال کې چې د فراه ولایتي شورا د فراه ښار زیاترو سیمو ته د وسله‎والو طالبانو د ننوتو خبره کوي، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، ملاتړي ځواکونه دغه ولایت ته رسېدلي او وضعیت تر کنټرول لاندې دی. خو په فراه ښار کې څه تیریږي په دغه ویدیو کی وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

IPL: کلکته کېنګ نایټ رایډرز له راجستان رایلز لوبډلې سره مخ کېږي

ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا «ای. پي. اېل» سیالیو په لړ کې نن سې شنبه کلکته کېنګ نایټ رایډرز او راجستان رایلز لوبډلې سره مخامخ شي. له دې وړاندې د تېرې شپې په لوبه کې بنګلور پنجاب لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه. د سیالۍ ټاس بنګلور لوبډلې وګاټه او د توپ اچونې پرېکړه‌يې وکړه. پنجاب لوبډلې د سیالۍ په ۱۶م اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او بنګلور لوبډلې ته‌يې د ۸۹ منډو هدف ورکړ چې یاد هدف بنګلور د سیالۍ په نهم اوور کې پوره کړ او دغه سیالۍ يې په خپل نوم کړه.

Pa.azadiradio.com 

IPL: کلکته کېنګ نایټ رایډرز او راجستان رایالز سره مخ کېږي

ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ غورلیګ یا «ای.پي.اېل» سیالیو په لړ کې نن سې شنبه کلکته کېنګ نایټ رایډرز او راجستان رایالز لوبډلې سره مخامخ کېږي. له دې وړاندې د تېرې شپې په لوبه کې بنګلور پنجاب لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه. د سیالۍ ټاس بنګلور لوبډلې وګاټه او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه. پنجاب لوبډلې د سیالۍ په ۱۶م اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او بنګلور لوبډلې ته يې د ۸۹ منډو هدف ورکړ چې یاد هدف بنګلور د سیالۍ په نهم اوور کې پوره کړ او دغه سیالۍ يې په خپل نوم کړه.

Pa.azadiradio.com 

پوتین له مکرون سره د ایران د اټمي موافقې په اړه ټيليفوني خبرې کړي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سې شنبه د ایران او نړیوالو د اټمي موافقې په اړه د فرانسې له جمهور رئیس سره ټيليفوني خبرې کړې دي. کرملين ویلي چې دواړو مشرانو په خپلو کې له ایران سره اټمي موافقې ته پر تعهد ټینګار کړی دی. خو د روسیې خبري اژانس انټرفاکس ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نن په مسکو کې د روسي او بهرنیو کارپوهانو په غونډه کې ویلي چې که چېرې ایران مذاکرو ته حاضر نه شي، د اټمي موافقې خوندي ساتل به ګرانه خبره وي.

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د تکواندو رمضان جام سیالۍ ترسره شوې

په هرات کې نن سې شنبه د تکواندو رمضان جام سیالۍ ترسره شوې. د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې روزنکي بشیر تره‎کي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو لوبو کې چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت جوړې شوې وې، د ځوانانو او تنکیو ځوانو په ګډون څه باندې ۱۴۰ لوبغاړو ګډون کړی وو . دغه سیالۍ د تکواندو د فدراسیون له‎خوا د یوې ورځې لپاره په هرات کې ترسره شوې.

Pa.azadiradio.com 

د ازادو مبارزو ۳ افغان لوبغاړي ډک لاسونه هېواد ته راستانه شول

د افغانستان د ازادو مبارزو درې لوبغاړو د سرو زرو مډالونو په ګټلو سره نن سې شنبه له پاکستانه هېواد ته راستانه شول. د افغانستان د «AFC» سازمان فني مرستیال صدیق نوري نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړو هر یو نصیب الله تُرابي په ۶۰ کیلوګرام وزن کې، صفي‎الله محمدي او عبدالغیاث په ۶۳ کیلوګرام وزنونو کې خپل پاکستاني سیالان مات کړل، خو یوازې شفیع‎الله سلطاني له پاکستاني سیال څخه ماته وخوړه. ښاغلی نوري وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چلنچ کپ دا سیالۍ د مې په لسمه نېټه په پاکستان کې ترسره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یاماموتو: د فساد پرضد د مبارزې ستراتيژي د افغانستان تعهد څرګندوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ملکي استازي دفتر وايي چې د ادراي فساد پرضد د مبارزې نوې ستراتيژي او د اداري فساد د مخنیوي لپاره د بېلابېلو پلانونو عملي کېدل، له اداري فساد سره مبارزې ته د افغانستان تعهد څرګندوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازي، تدامیچي یاماموتو نن سې شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملګري ملتونه په کلکه د افغانستان ترشا چې غواړي له اداري فساد سره مبارزه وکړي، ولاړ دي. د یوناما راپور نن د فساد پرضد مبارزه، له ستراتيژۍ تر عمله تر سرلیک لاندې خپور شو. په راپور... Читать дальше...