World News in Pashto

یاماموتو: د فساد پرضد د مبارزې ستراتيژي د افغانستان تعهد څرګندوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ملکي استازي دفتر وايي چې د ادراي فساد پرضد د مبارزې نوې ستراتيژي او د اداري فساد د مخنیوي لپاره د بېلابېلو پلانونو عملي کېدل، له اداري فساد سره مبارزې ته د افغانستان تعهد څرګندوي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازي، تدامیچي یاماموتو نن سې شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملګري ملتونه په کلکه د افغانستان ترشا چې غواړي له اداري فساد سره مبارزه وکړي، ولاړ دي.


د یوناما راپور نن د فساد پرضد مبارزه، له ستراتيژۍ تر عمله تر سرلیک لاندې خپور شو.


په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د عدلي سیسټم اصلاحات باید چټک شي او سپارښتنه کوي چې د فساد پرضد د مبارزې لنډمهاله ستراتيژي محدود اغېز لري، نو له دې امله باید پر اوږدمهالې ستراتېژۍ کار وشي.


تدامیچي یاماموتو وړاندیز کړی چې د افغانستان حکومت دې د نویو اصلاحاتو او قوانینو د جوړولو لپاره کار وکړي. 

Читайте на сайте