World News in Pashto

IPL: کلکته کېنګ نایټ رایډرز له راجستان رایلز لوبډلې سره مخ کېږي

ټاکل شوې چې د هندوستان د کرکټ غوره لیګ یا «ای. پي. اېل» سیالیو په لړ کې نن سې شنبه کلکته کېنګ نایټ رایډرز او راجستان رایلز لوبډلې سره مخامخ شي.


له دې وړاندې د تېرې شپې په لوبه کې بنګلور پنجاب لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.


د سیالۍ ټاس بنګلور لوبډلې وګاټه او د توپ اچونې پرېکړه‌يې وکړه.


پنجاب لوبډلې د سیالۍ په ۱۶م اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او بنګلور لوبډلې ته‌يې د ۸۹ منډو هدف ورکړ چې یاد هدف بنګلور د سیالۍ په نهم اوور کې پوره کړ او دغه سیالۍ يې په خپل نوم کړه.

Читайте на сайте