World News in Pashto

شمالي کوریا د اټمي وسلو د تجربې تونلونه له منځه وړي

شمالي کوریا د اټمي وسلو د تجربې په يوازيني ځای کې تونلونه له منځه وړي دي.


ويل کېږي دا کار يې ځکه کړی چې په کوريا ټاپووزمه کې ترينګلی وضعيت ارام شي.


د بهرنيو خبریالانو يوې ډلې ويلي چې دوی د پُنګ يي ري اټمي تجربو په سیمه کې د چاودنو شاهدان دي.


دولتي خبري اژانس KCNA وویل چې د اټمي تجربو ځای په بشپړه توګه له منځه وړل شوی چې د اټمي تجربو د ختمولو پرېکړه تضمين شي.


 

Читайте на сайте