World News in Pashto
Май
2018

Новости за 24.05.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د جرمني او چین صدراعظمانو ولیدل او د تجارتي اړیکو په پياوړي کولو یې ټینګار وکړ، د بښنې نړیوال سازمان وايي د نایجیریا پوځ جنګي جنایتونه کړي او زرګونه هندوانو د ګنګا سیند د بهېدو د پيلامې ورځ ولمانځله. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا د اټمي وسلو د تجربې تونلونه له منځه وړي

شمالي کوریا د اټمي وسلو د تجربې په يوازيني ځای کې تونلونه له منځه وړي دي. ويل کېږي دا کار يې ځکه کړی چې په کوريا ټاپووزمه کې ترينګلی وضعيت ارام شي. د بهرنيو خبریالانو يوې ډلې ويلي چې دوی د پُنګ يي ري اټمي تجربو په سیمه کې د چاودنو شاهدان دي. دولتي خبري اژانس KCNA وویل چې د اټمي تجربو ځای په بشپړه توګه له منځه وړل شوی چې د اټمي تجربو د ختمولو پرېکړه تضمين شي.

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا د اټمي وسلو د تجربې تونلونه له‌منځه وړي

شمالي کوریا د اټمي وسلو د تجربې په يوازېني ځای کې تونلونه له‌منځه وړي دي. ويل کېږي دا کار يې ځکه کړی چې په کوريا ټاپو وزمه کې ترينګلی وضعيت ارام شي. د بهرنيو خبریالانو يوې ډلې ويلي چې دوی د پُنګ يي ري اټمي تجربو په سیمه کې د چاودنو شاهدان دي. دولتي خبري اژانس «KCNA» وویل چې د اټمي تجربو ځای په بشپړه توګه له‌منځه وړل شوی چې د اټمي تجربو د ختمولو پرېکړه تضمين شي.

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د بېوزلو لپاره روژه ماتی

د پېښور ځينو پوهنتونونو او کالجونو زده کونکیو په حيات اباد کې د مهرباني دېوال په جوړولو سره هر ماښام د بېوزله خلکو لپاره د روژه ماتي بندوبست کوي. دغه ځوانان په خپل سر او د ځينو شتمنو کسانو په مالي مرسته روژه ماتی جوړوي.

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې د ویشتل شوې الوتکې د پلټنو نتیجه روسیې ته ګوته نیسي

د هالند په مشرۍ د نړیوالو جنايي پلټنو نتيجه ښيي هغه بک توغندی چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې يې په اوکراين کې د ماليزيا الوتکه ويشتلې وه، د روسیې د ۵۳م الوتکو ضد توغندي له غونډ څخه دی. ګډ پلټونکی ټيم يا «TIJ» د استراليا، بلجيم، ماليزیا، هالند او اوکراين له چارواکو جوړ دی. دوی دا اعلان نن په هالند کې په يوه خبري کنفرانس کې وکړ. «MH17» د ۲۰۱۴ میلادي کال په جولای مياشت کې د اوکراين په دونڅک سیمه کې وويشتل شوه چې په‌کې ټول سپاره ۲۹۸ کسان ووژل شول. روسيه د «MH17» د وېشتلو تورونه ردوي.

Pa.azadiradio.com 

مېرکل: بندیزونه به اروپايي شرکتونه له ایرانه وتلو ته اړ کړي

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل نن د چین له صدراعظم لي کيکيانګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په اړه خبرې وکړې. دا په داسي حال کې ده چې د ايران له اټمي تړونه د واشنګټن له وتلو وروسته د سوداګرۍ په برخه کې اندېښنې راپورته شوې دي. مېرکل په پيکېنګ کې د چين له کيکيانګ سره په ګډه خبري غونډه کې د ايران د موافقې په اړه داسې وويل: "که امریکا پر ايران نور بنديزونه ولګوي، ځیني اروپايي شرکتونه به له ايرانه وتلو ته اړ شي، په دې سره به په سيمه کې د چيني شرکتونو په ګډون نورو ته ځای تش شي، زه پوهېږم دا... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

فاټا په خیبر پښتونخوا د ورګډولو منظوري

د فاټا اصلاحاتو په حواله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علما اسلام ف دريځ دی چې په دې معاملې له قبایلو وپوښتل شي او قبایلو ته دې ځانله صوبه ورکړل شي

Pa.azadiradio.com 

غزني: د انتخاباتو د نوم‎لیکنې مرکز ته څېرمه چاودنې ۲ تنه ټپيان کړي

په غزني ښار کې د انتخاباتو د نوم‎لیکنې مرکز ته څېرمه چاودنې ۲ تنه ټپيان کړي دي. د چارواکو په وينا د یاد مرکز یو ساتونکی او یوه ښځینه کارکوونکې ټپيان دي. د امنیه قوماندانۍ ویاند روح‎الله منصوري نن پنجشنبه ازادي راډ‌يو ته وویل چې چاودنه نن سهار شااوخوا ۸ بجې د غزني له لومړۍ امنیتي حوزې سره اړوندې په مغلان کلي کې وشوه. د ده په وینا د مغلان د هغې ښځینه لېسې څنګ ته په یوه کور کې ځای پر ځای شوی ماين چاودلی چې په‎کې د نوم‎لیکنې مرکز و. ښاغلي منصوري زیاته کړه، دا لا تر اوسه نه‎ده معلومه چې دغه ماین چا ځای پر ځای کړی و.

Pa.azadiradio.com 

په شیرین تګاب کې د ۲ پوستو د سقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه

د فارياب ولايت د شيرین تګاب ولسوالۍ په اړه خبرونه خپاره شوي چې د دې ولسوالۍ پر دوو امنيتي پوستو د وسله‌والو طالبانو په حمله کې تېره شپه ۱۲ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي. خو د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دوو پوستو د سقوط خبره رد کړه او ویې‌ويل: "هلته د ملي اردو دوه پوستې وې، خو يوې یې سقوط کړی دی، درې د ملي اردو سرتېري شهیدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي، دا خبره چې وسله‌والو ټانکونه له ځان سره وړي دي، دروغ ده، دوه ټانکونه وو چې له سقوط شوي پوستې څخه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د خپلې یوې افغان همکارې د خوشې کېدو هرکلی کړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د خپلې یوې همکارې او د هغې د بچي د راخوشې کېدو هرکلی کړی دی. د ملګرو ملتونو افغان همکاره او د هغې کوچنی زوی د روان کال په جنورۍ مياشت کې هغه مهال ورک شول چې نامعلومه وسله‌والو د دوی موټر ونیوه. د مارچ مياشتې په ۱۶مه نېټه د ملګرو ملتونو د هغه موټر د چلوونکي مړی په کابل کې وموندل شو. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر نن په خپره کړې اعلاميه کې ويلي، دوی له اړوندو ادارو سره د برمته نیول شوي ښځې او د هغې د زوی د راخوشې کولو لپاره هلې ځلې کولې. په اعلاميه کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د پاکستاني کلدارو د کارولو د مخنیوي کمپاین پیل شوی

د پکتیا ولایت چارواکي وايي، په دغه ولایت کې هڅې پیل شوي چې په پاکستاني کلدارو د موادو او اجناسو د پلورلو او پېردلو مخه ونیول شي. د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رئیس نصیر عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل چې د دې مقصد لپاره د پکتیا د والي له‌خوا یو کمېسیون جوړ شوی چې هره ورځ په بازار کې افغانۍ توزېع کړي. ښاغلی عالمیار وايي، دغه اقدام د پکتیا ولایت د خصوصي سکټور د غوښتنې له مخې شوی او تصمیم نیول شوی چې وروسته له دې په دغه ولایت په سوداګریزو معاملو کې د پاکستانۍ کلدارو پر ځای افغانۍ وکارول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رستمي: له کندهار نه به ۲۰ زره ټنه پنبه پاکستان ته صادره شي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په پام کې ده چې د کندهار ولایت نه ۲۰ زره ټنه پنبه پاکستان ته صادره شي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نوې هوکړې له مخې، دغه پنبه به لومړی په کانټینرونو کې ځای پر ځای او بیا به پاکستان ته صادره شي. د ښاغلي رستمي په خبره دغه پنبه باید څو میاشتې مخکې هغه هېواد ته صادره شوې وی، خو وايي د پاکستان له لوري له یو لړ ستونزو د رامنځته کېدو له امله، ځنډېدلې وه. رستمي وايي، پر پنبې سربېره په پام کې ده د افغانستان... Читать дальше...