World News in Pashto

شمالي کوریا د اټمي وسلو د تجربې تونلونه له‌منځه وړي

شمالي کوریا د اټمي وسلو د تجربې په يوازېني ځای کې تونلونه له‌منځه وړي دي.


ويل کېږي دا کار يې ځکه کړی چې په کوريا ټاپو وزمه کې ترينګلی وضعيت ارام شي.


د بهرنيو خبریالانو يوې ډلې ويلي چې دوی د پُنګ يي ري اټمي تجربو په سیمه کې د چاودنو شاهدان دي.


دولتي خبري اژانس «KCNA» وویل چې د اټمي تجربو ځای په بشپړه توګه له‌منځه وړل شوی چې د اټمي تجربو د ختمولو پرېکړه تضمين شي.

Читайте на сайте