World News in Pashto

کابل کې د افغانستان او هند ترمنځ د ګډې امنیتي کمېټې غونډه وشوه

نن چهارشنبه په کابل کې د افغانستان او هند ترمنځ د ګډې امنیتي کمېټې غونډه ترسره شوه.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دفتر وایي، په دې غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د هند د ملي امنیت د سلاکار مرستیال برخه درلوده.


راجندر کهانا نن د یوه امنیتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.


د ښاغلي اتمر دفتر لیکي چې نوموړي هندي پلاوي ته د افغانستان د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د جنګ هغه جغرافیه یې تشریح کړه چې افغان ځواکونه له بهرنیو ترهګرو سره په کې په جګړه بوخت دي.


هندي پلاوی داسې مهال کابل ته راغلی چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د تېرې یکشنبې په ورځ د پاکستان د حکومت په بلنه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته تللی وو.


په دې سفر کې دواړو هېوادونو د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان د عملي کولو لپاره د ځانګړو اقداماتو په ترسره کېدو موافقه وکړه.


ښاغلي اتمر دغه راز تېر ماښام د ویډیویې کنفرانس له لارې له خپل امریکایي ساري جان بولټن سره هم خبرې کړې دي.


 

Читайте на сайте