World News in Pashto
Май
2018

Новости за 30.05.2018

Pa.azadiradio.com 

د کابل د نن ورځې د برید له ځایه تصویري راپور

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت پر ودانۍ په نني ډله ییز برید کې ۸ برید کوونکي ووژل شول او ۶ پولیس ټپیان شول. د دې حملې مسوولیت داعش منلی. د برید له ختمیدو شیبه وروسته د ازادي راډیو خبریال تمیم اخګر سیمې ته ورغلی.

Mashaalradio.com 

سېنسرشېپ هېواد ته تاوان رسوي: شاهد خاقان عباسي

اوس چې د ټولنیزو رسنیو دور دی او خلک کولای شي چې له انټرنېټه په ډېرو نورو طریقو معلومات تر لاسه کړي، نو سېنسرشېپ بې ګټې کار دی. کېدای شي دا یو څه لنډمهالې ګټې ولري یا موضوع بل لوري ته واړول شي

Mashaalradio.com 

پرګنۍ خپرونه د وژل شوي چرنجېت سينګ ژوند او کار ته ځانګړې ده

په خیبر پښتونخوا کې د اقلیتونو حقونو مبارز چرن جیت سنګ د مې پر ۲۹مه په پيښور کې په ډزو ووژل شو. نوموړي د تېرو څو کلونو راهیسې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوله. د چرن جیت په وژنه د بشري حقونو فعالانو خفګان ښودلی دی او له حکومته یې د انصاف غوښتنه کړې ده. انیسه اجمل پرې پرګنۍ خپرونه جوړه کړې ده.

Mashaalradio.com 

د سوات يو لرغونی مسجد

د سوات په دې لرغوني مسجد کې لا هم د پخوا په شان کوهی شته. لرګي پکې پخواني کارول شوي دي او خلک وايي د دوی د حفاظت له وجې لا هم مسجد په ښه حالت کې دی. د نياز احمد خان ويډيو.

Mashaalradio.com 

د تحریک انصاف د واکمنۍ په اړه خلک څه وايی؟

تحریک انصاف ګوند د خپلو اتحادیانو سره به شریکه په خېبر پښتونخوا کې پنځه کاله حکومت وکړ. په دې ویډويي راپور کې اورئ او ګورئ چې خلک د تحریک انصاف تېره پنځه کلنه دوره څنګه ګڼي؟ دا ویډیو د مشال همکار ځلاند یوسفزي جوړه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر ودانۍ حمله د اتو حمله کوونکو او يوه پولیس په وژل کېدو پای ته ورسېده. د فرانسې پولیسو سلګونو پناه غوښتونکي له یوې سیمې موقتي استوګنځایونو ته انتقال کړل. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ

Mashaalradio.com 

حبیبي: غواړو د غلام خان بندر دواړو لوریو ته سوداګري ډېره شي

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د غلام خان بندر د بېرته پرانېستلو وروسته د سوداګریزو توکو او مالونو وړل، راوړل ډېر شوي، خو دوی هڅه کوي چې د افغان دولت له اوسنۍ پالیسۍ سره سم دا سوداګري دواړو لورو ته یو ډول شي.

Pa.azadiradio.com 

د خوست والي: غواړو د غلام خان بندر دواړو لورو ته سوداګري ډېره شي

د خوست ولایت چارواکي وايي چې د غلام خان بندر د بېرته پرانيستلو وروسته د سوداګریزو توکو او مالونو وړل راوړل ډېر شوي، خو دوی هڅه کوي چې د افغان دولت له اوسنۍ پالېسۍ سره سم دا سوداګري دواړو لورو ته یو ډول شي. چارواکي وايي چې په دې لنډه موده کې د غلام خان بندر میاشتني ګمرکي عواید ۵۴ میلیونه افغانیو ته لوړ شوي او دوی تمه لري چې د عوایدو دا کچه به د هرې میاشتې په تېریدو سره نوره هم لوړه شي. چارواکو یادې څرګندونې نن د چهارشنبې په ورځ د ګمرک په ریاست کې د توکو د لابراتوار لپاره د نوې ودانۍ د پرانیستې په څنډه کې ازادي راډیو ته وکړې. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان او هند په ډزبندۍ سلا شوي دي

پاکستان او هند سلا شوي چې په کشمير کې پر لانجمنې کرښې د ډزو کول ودروي. د مې په نهه ويشتمه خپرې کړې يوې خبرپاڼې کې د پاکستان پوځ ويلي چې د دواړو خواوو پوځي چارواکو منلي چې د ۲۰۰۳ کال ډزبندي به په بشپړ ډول عملي کوي.

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله‌والو په پاکستان کې د سکهـ اقلیت غړی وژلی

نامعلومو وسله‌والو په پاکستان کې د سکهـ اقلیت یو برجسته غړی وژلی دی. دا پېښه پرون سې شنبه شوې ده او د چرانجیت سنګ د مړي د سوځولو مراسم نن ترسره کېږي. برید کوونکی په تېښه بریالی شوی دی. د دغه برید مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

Mashaalradio.com 

''د چرنجیت سینګ په وژنه د امن کارونه نیمګړي شول''

په پېښور کې د وژل شوي سیک ټولنې مشر چرنجیت سینګ اخیري رسمونه په اټک کې ترسره شوي دي. نوموړی په سه شنبه د پیښور په سکیم چوک کې په خپل دکان دننه په یو وسله وال برید کې وژل شوی وو. د چرنجیت سینګ په وروستیو مراسمو کې مل یوه فعال هارون سرابدال مشال راډیو ته وویل چې د چرنجیت په وژنه د امن کارونه نیمګړي شول. د مشال راډيو خبریال غلام غوث ویډیو

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په شاه ولي‌کوټ کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

په کندهار کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د کندهار د ملي امنیت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي چې ياد وسله‌وال د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې تېره شپه د شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ د کجور په سيمه کې وژل شوي دي. سرچينه وایي، په دغو عملياتو کي ۸ شکمن کسان هم نيول شوي چې اوس ورڅخه پلټنې روانې دي. په عملياتو کې د ځانګړو ځواکونو د زيان يادونه نه‌ده شوې، خو د وسله‌والو طالبانو د نقليه وسايطو، وسلو او هستوګن‌ځايونو د تخريب ادعا شوې ده. د دولت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د افغانستان او هند ترمنځ د ګډې امنیتي کمېټې غونډه وشوه

نن چهارشنبه په کابل کې د افغانستان او هند ترمنځ د ګډې امنیتي کمېټې غونډه ترسره شوه. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دفتر وایي، په دې غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د هند د ملي امنیت د سلاکار مرستیال برخه درلوده. راجندر کهانا نن د یوه امنیتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی. د ښاغلي اتمر دفتر لیکي چې نوموړي هندي پلاوي ته د افغانستان د عمومي امنیتي وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د جنګ هغه جغرافیه یې تشریح کړه چې افغان ځواکونه له بهرنیو ترهګرو سره په کې په جګړه بوخت دي. هندي پلاوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات فوټسال: د اتحاد لوبډلې د غالب پوهنتون ته ماتې ورکړه

د هرات د فوټسال رمضان جام سیاليو په لړ کې د اتحاد لوبډلې د غالب پوهنتون لوبډلې ته ماتې ورکړه. د هرات د فوټسال فدراسیون مسؤل محمد ياسین رحماني نن چهارشنبې ازادي راډيو ته وویل چې تردې مهال ۱۶ سیالۍ ترسره شوي او لوبغاړي په کې ښه ځلېدلي. د نوموړي په خبره په دغو سیالیو کې ۶۴ لوبډلې ګډون لري او د روژې مبارکې میاشتې تر پایه پورې به دوام کوي. ښاغلی رحماني وايي، د دغو سیالیو د ترسره کولو هدف د هرات ولایت د فوټسال لیګ سیالیو ته چمتوالی دی.