World News in Pashto

د هرات فوټسال: د اتحاد لوبډلې د غالب پوهنتون ته ماتې ورکړه

د هرات د فوټسال رمضان جام سیاليو په لړ کې د اتحاد لوبډلې د غالب پوهنتون لوبډلې ته ماتې ورکړه.


د هرات د فوټسال فدراسیون مسؤل محمد ياسین رحماني نن چهارشنبې ازادي راډيو ته وویل چې تردې مهال ۱۶ سیالۍ ترسره شوي او لوبغاړي په کې ښه ځلېدلي.


د نوموړي په خبره په دغو سیالیو کې ۶۴ لوبډلې ګډون لري او د روژې مبارکې میاشتې تر پایه پورې به دوام کوي.


ښاغلی رحماني وايي، د دغو سیالیو د ترسره کولو هدف د هرات ولایت د فوټسال لیګ سیالیو ته چمتوالی دی.


 

Читайте на сайте