World News in Pashto

په ترکمستان کې د روژې د میاشتې په درناوي ۶۱۱ زندانیان خوشې شوي

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف نن دوشنبه د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت، ۶۱۱ زندانیان خوشې کړل.


د ترکمنستان د دولتي رسنیو په حواله، ولسمشر بردي محمدوف ویلي چې دا کسان‌یې د "شب قدر" د درناوي لپاره خوشې کړي دي.


د ترکمنستان ولسمشر تېر کال درې زره بندیان په مختلفو مناسبتونو بخښلي او له زندانه‌یې خوشې کړل.


تر بردي محمدوف مخکې هم د ترکمنستان بل ولسمشر سفر مراد نیازوف هم د روژې په درناوي د بخښنې ورته فرمانونه خپاره کړي دي.

Читайте на сайте