World News in Pashto
Июнь
2018

Новости за 11.06.2018

Mashaalradio.com 

د پاکستان - افغانستان اړيکې او د طالبانو اوربند

د جون په دولسمه د افغانستان حکومت د هغه اته ورځني اوربند لومړۍ ورځ ده چې د طالبانو په وړاندې يې اعلان کړی او د اختر تر پنځمې ورځ دوام وکړي. طالبانو هم د دې په ځواب کې د اختر درې ورځې جنګ بندي اعلان کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د سولې ولسي حرکت د سولې غږ تر کابله رسوي

د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي چې په هېواد کې د ١٧ کلنې جګړې د ختمولو لپاره پلي روان دي، د سې شنبې په ورځ له غزني د کابل پر لوري روانېږي. د جګړې ضد دغه حرکت اول د ٨ کسانو له خوا له هلمنده پيل شو، چې اوس يې د برخوالو شمېر تر ٦٠ اوښتى دى. د دغه حرکت غړي په افغانستان کې د اوربند د غزولو غوښتنه لري. صالح محمد صالح راپور لري

Mashaalradio.com 

شاه محمود قریشي: پر ټکټ مرورو سیاستوالو بيا غور کوو

د دې ګوند يو مشر شاه محمود قريشي د جون په يوولسمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې خواو او شا څلور زره او پنځه سوه غړو سياستوالو د تحريک انصاف په استازيتوب په راتلونکو ټاکنو کې د سيالۍ کولو لپاره درخواستونه ورکړې وو.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

په افغانستان کې د ناټو لوړپوړی ملکي استازی وايي، له طالبانو سره غير رسمي خبرې روانې دي. په سینګاپور کې د امریکا د ولسمشر او شمالي کوریا د مشر د غونډې په خاطر سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ

Mashaalradio.com 

په مردان کې ځوانانو د شپې مهال کرکټ ټورنامېنټ پیل کړی

د مردان په رستم سودم کې ځوانانو د شپې مهال د کرکټ اتلولي پیل کړې چې پکې له ۲۰ زیاتې لوبډلې برخه لري. منتظمین وايي، اوړی هم دی او روژه هم ده نو د شپې مهال د کرکټ سیالۍ د خلکو د ساعت تېرۍ یوه ښه موقع ده. له ماخوستنه تر پېشلمي (پېشمني) خلک نه یوازې لوبه ګوري بلکې راز، راز خواړه هم خوري. ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

په سوات کې سیاستوالانو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي

په سوات کې یو شمېر کسانو د صوبايي او قامي اسمبلیو د څوکیو لپاره د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي. د پاکستان انتخاباتي کمېشن ویلي چې د جولای پر ۲۵مه به ټولټاکنې کوي چې لپاره یې تیارۍ بشپړې کړې دي. د سوات یو شمېر نوماندان وايي، د ولس خدمت لپاره څوکۍ ګټل غواړي. ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

د نواز شریف وکیل نور مقدمه نه چلوي

د پاکستان پخواني وزیراعظم وکیل خواجه عارف د نېب له هغه مقدمې (رېفرنسز) خپلځان ګوښه کړی دی چې سپرېم کورټ د پروسږ کال۲۸ جولایي د فېصلې وروستو د پاکستان قامي احتساب ادارې د نواز شریف خلاف دایر کړي ول.

Mashaalradio.com 

افغانستان کې بریدونو ۳۳ تنه وژلي ګڼ ژوبل

افغان چارواکي وايي، په کابل کې ځانمرګي برید، په غزني کې د سړک غاړې بمي چاودنې، په ننګرهار او کندوز کې وسله والو بریدونو لږ تر لږه ۳۳ کسان وژلي دي.

Pa.azadiradio.com 

په ترکمستان کې د روژې د میاشتې په درناوي ۶۱۱ زندانیان خوشې شوي

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف نن دوشنبه د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت، ۶۱۱ زندانیان خوشې کړل. د ترکمنستان د دولتي رسنیو په حواله، ولسمشر بردي محمدوف ویلي چې دا کسان‌یې د "شب قدر" د درناوي لپاره خوشې کړي دي. د ترکمنستان ولسمشر تېر کال درې زره بندیان په مختلفو مناسبتونو بخښلي او له زندانه‌یې خوشې کړل. تر بردي محمدوف مخکې هم د ترکمنستان بل ولسمشر سفر مراد نیازوف هم د روژې په درناوي د بخښنې ورته فرمانونه خپاره کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د ماین چاودنې ۶ ملکي کسان وژلي

د غزني په جغتو ولسوالۍ کې نن سې شنبه سهار پر یوه موټر ماین الوتی چې شپږ تنه ملکي وګړي په‌کې وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند عارف نوري نن دوشنبه د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان شامل دي. په چاودنه کې درې تنه زخمیان شوي چې د والي د ویاند په وینا، کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. د غزني د والي ویاند ویلي چې په نورو سیمو کې ۱۰ وسله‌وال طالبان او درې سیمه‌ییز پولیس په جلا جلا نښتو کې وژل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

امین‌الله: په کندز کې ۱۵ افغان سرتېري وژل شوي

د کندز ولایتي شورا د دغه ولایت په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د ۱۵ افغان سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دغه ولایت د ولایتي شورا یو غړی امین‌الله وايي، د کندز قلعه‌زال ولسوالۍ کې دغه سرتېري د وسله‌والو طالبانو په حمله کې وژل شوي دي. د ښاغلي امین‌الله په وینا، وسله‌والو طالبانو نن سې شنبه تر لمر خاته مخکې چې دې سرتېرو پېشلمی کاوه، حمله کړې ده. د افغانستان ملي دفاع وزارت یا د کندز ولایتي ادارې په دې اړه خبرې نه‌دي کړي.

Pa.azadiradio.com 

فیصل شایسته د تایلنډ د لمپانګ لوبډلې سره لوبېږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبډل‎مشر فیصل شایسته د تایلنډ د فوټبال لومړۍ درجه‎لیګ سیالیو کې د لمپانګ لوبډلې سره لوبېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې ښاغلي شایسته له لمپانګ لوبډلې سره يو کلن تړون لاسلیک کړی دی. لمپانګ لوبډله اوس‎مهال د تایلنډ د لومړۍ درجه‎لیګ سیالیو په جدول کې نهم ځای لري. له دې وړاندې د فوټبال ملي لوبډلې بل لوبغاړي مصطفي ازادزوی هم د دغه لیګ چیانګ مای لوبډلې سره د لوبېدو تړون لاسلیک کړی دی. ټاکل شوې د لمپانګ او چیانګ مای لوبډلې د تایلنډ د لومړي درجه‎لیګ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بنګله‎دېش ښځینه کرکټ لوبډلې د اسیا کپ سیالیو اتلولي خپله کړه

د بنګله‎دېش ښځینه کرکټ لوبډلې د اسیا کپ په پای‌لوبه کې هند ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه. هندۍ ښځینه کرکټ لوبډلې لومړی بېټېنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ وکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې بنګله‎دېشۍ ښځینه کرکټ ملي لوبډلې له سختې مقابلې وروسته د ۷ وکټو په زیان سره د لوبې په وروستي بال هدف پوره او د اسیا د ښځینه کپ سیالیو اتلولي يې په‎خپل نوم کړه. د اسیا ښځينه کپ سیالیو کې له بنګله‎دېش او هند سربېره پاکستان، سریلانکا، مالیزیا او تایلنډ هم ګډون درلود.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ افغان ملي لوبډلې د هند په وړاندې لوبې ته تیاری پيل کړی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هند په وړاندې خپلې لومړنۍ تاریخي ټېست لوبې ته په بنګلور کې تیاری پيل کړی دی. بل‎خوا هندۍ لوبډلې هم د افغانستان په وړاندې دغه سیالۍ ته تمرینات پيل کړي او د دغې لوبډلې لوبډل‎مشر اجینکا ریحاني ویلي چې افغانستان سره لوبه به اسانه نه‎وي. افغانستان له دې وړاندې په هند کې بنګله‎دېش ته د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو په لړۍ کې درې صفر ماتې ورکړه چې په‎دغو بریاوو کې تر ډېره د سوکه يا سپېن‎بالرانو رول د پام وړ و. ټاکل شوې چې د هند او افغانستان ترمنځ دغه لومړنۍ ټېسټ لوبه د روانې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ټرمپ او اون سرمشریزې وروستۍ تیاري روانه ده

د امریکا ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ترمنځ په سینګاپور کې د سېشنبې (۱۲م جون) سرمشریزې وروستیو تیاریانو لپاره نن (دوشنبه) د دواړو هېوادونو چارواکي سره ویني.