World News in Pashto

د بنګله‎دېش ښځینه کرکټ لوبډلې د اسیا کپ سیالیو اتلولي خپله کړه

د بنګله‎دېش ښځینه کرکټ لوبډلې د اسیا کپ په پای‌لوبه کې هند ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.


هندۍ ښځینه کرکټ لوبډلې لومړی بېټېنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۹ وکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو هدف وټاکه.


په ځواب کې بنګله‎دېشۍ ښځینه کرکټ ملي لوبډلې له سختې مقابلې وروسته د ۷ وکټو په زیان سره د لوبې په وروستي بال هدف پوره او د اسیا د ښځینه کپ سیالیو اتلولي يې په‎خپل نوم کړه.


د اسیا ښځينه کپ سیالیو کې له بنګله‎دېش او هند سربېره پاکستان، سریلانکا، مالیزیا او تایلنډ هم ګډون درلود.

Читайте на сайте