World News in Pashto

اندریس مانوېل د مکسيکو د ولسمشريزو انتخاباتو ګټونکی شو

کيڼ اړخی اندریس مانوېل لوپاز اوبراډور د مکسيکو د ولسمشريزو انتخاباتو ګټونکی شو.


د لومړيو ابتدايي نتايجو پر اساس چې نن دوشنبه د مکسيکو د انتخاباتو د چارواکو له‎خوا خپاره شول، اندریس مانوېل لوپاز اوبراډور شاوخوا له ۵۳ څخه تر ۵۳.۸ فيصده رأی تر لاسه کړي دي.


د لومړي نتايجو له مخې، ريکارډو انيا چې د مکسيکو د ملي خوځښت ګوند نوماند و، له ۱۹ څخه تر ۲۵، د واکمن ګوند نوماند خوزه انتونيو ميدي شاوخوا له ۱۴ تر ۲۰ فيصدو رأی وړي دي.


۶۳ کلن اندریس مانوېل لوپاز اوربراډورد خلکو له نااميدۍ څخه په استفاده په مکسيکو کې د اساسي تغيیراتو لکه د تاوتريخوالي له‎منځه وړلو، منظمو جرايمو او مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي ژمنې کړي دي.


 

Читайте на сайте