World News in Pashto
Июль
2018

Новости за 02.07.2018

Mashaalradio.com 

اوتار سنګ د خپل ولس خدمت ته و نه‌ رسېد

اوتار سینګ تېره یکشنبه په ننګرهار کې په یوه ځانمرګي برید کې له ۱۲ نورو هندوانو او سیکانو سره وژل شوی وو. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی په همدې اړه ویډیویي رپورټ جوړ کړی چې دلته‌ یې کتلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

اوتار سنګهـ خالصه خپلو خلکو ته تر خدمت ونه‌رسېد

هغه تېره ورځ په ننګرهار کې په یوه انتحاري حمله کې د ۱۲ نورو اهل هنود او سېکهانو سره ووژل شو. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی په همدې اړه وېډیویي راپور جوړ کړی چې دلته‌یې کتلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

اوتارسنګ خالصه خپلو خلکو ته تر خدمت ونه رسېد

هغه تېره ورځ په ننګرهار کې په یوه انتحارې حمله کې د دولسو نور اهل هنود او سیکانو سره ووژل شو. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی په همدې اړه ویډیویي راپور جوړ کړی چې دلته یې کتلی شئ ویډیو او ایډیټ ابراهیم صافی

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د تېلو بیو زیاتوالي ضد مظاهره شوې

په پېښور کې د مترقي ډلو یوه اتحاد د تېلو د بیو زیاتوالي ضد مظاهره کړې ده. دې احتجاج کوونکو د دوشنبې پر ورځ له حکومته غوښتنه وکړه چې د جولای له لومړۍ نېټې څخه د پېټرولو، ډیزلو او خاورو تېلو د بیو د زیاتوالي په اړه له پرېکړې لاس په سر شي. خو حکومت وايي، په نړیوال بازار کې د تېلو بیې لوړې شوې دي او د پاکستان د اقتصادي ستونزو له کبله خلکو ته په بیو کې رعایت نشي ورکولای. ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

سیکانو نن په افغانستان او هند کې د هغو سیکانو لپاره ماتم وکړ او دعاوې یې کولې چې د جلال اباد په مرګوني برید کې په نښه شوي و، د ایران د خوزستان اوسیدونکو د اوبو د کمښت لپاره مظاهره کړې او د فوټبال په نړیواله جام کې کوربه روسیې بله لوبه وګټله. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Mashaalradio.com 

کیلاشۍ ښځې د سیلانیانو له ناوړه چلنده سرټکوي

څه موده مخکې پر ټولنیزو رسنیو د کیلاش یوه ویډیو مشهوره شوې وه چې پکې یو کس د هغې سیمې د ښځو انځور او ویډیو اخیستل غواړي او هغوی یې منع کوي. هغه ویډیو د ۲۰۱۵ز کال وه او مشکوک سړی د پېښور پولیسو نیولی دی. په ویډیو کې یوه نجلۍ ښودل شوې. موږ کیلاش ته ورغللو او له هغې سره مو د پېښې په اړه خبرې وکړې.

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: حکومت خبرو ته چمتو دی، خو طالبانو ته د امن سيمې نه مني

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دی، خو هغوی ته د امن سيمو برابرول نه مني. ښاغلي عبدالله نن دوشنبه په کابل کې د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل چې د اختر په لومړيو  درېيو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند پر مهال ورته ځيني وړانديزونه ورغلي وو. نوموړي وویل: "د امن سيمو برابرولو وړانديز له يوې خوا وړاندې شوی و، خو دا نظر د افغانستان د خلکو د غوښتنو سره هېڅ اړخ نه لګوي، زموږ د حکومت نظر هم دا دی چې ټول افغانستان د هغو خلکو لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: حکومت خبرو ته چمتو دی، خو طالبانو ته د امن سيمې نه‌مني

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دی، خو هغوی ته د امن سيمو برابرول نه‌مني. ښاغلي عبدالله نن دوشنبه په کابل کې د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل چې د اختر په لومړيو  درېيو ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند پر مهال ورته ځيني وړانديزونه ورغلي وو. نوموړي وویل: "د امن سيمو برابرولو وړانديز له يوې خوا وړاندې شوی و، خو دا نظر د افغانستان د خلکو د غوښتنو سره هېڅ اړخ نه‌لګوي، زموږ د حکومت نظر هم دا دی چې ټول افغانستان د هغو خلکو لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر محمد اشرف غني لغمان ته ورسېد

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له ننګرهاره وروسته لغمان ته ورسېد. د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني اوس مهال لغمان ته رسېدلی او په یوه لویه ولسي غونډه کې يې برخه اخیستې ده. د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک څو شېبې وړاندې ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې چې له دې غونډې وروسته به ښاغلی غني د دغه ولایت له بېلابېلو اوسېدونکو سره ځانګړې ناستې وکړي او د دغه ولایت پر ستونزو او مشکلاتو به وغږېږي. نوموړی وايي، ولسمشر غني به په دې ولایت کې د یو ميلیارد او شااوخوا ۹۰۰ میلیونه افغانیو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

'انتخابي کمپاین کې مسلیم لیګ ن ته خنډونه جوړېږي'

پروسږ کال (۲۰۱۷) په جولايي کې د پاکستان سپريم کورټ د مسلم ليګ مشر او د هېواد وزيراعظم نوازشريف د پاناما اسنادو په مقدمه کې نا اهله وګرځولی چې له دې سره د دې ګوند او عدالت ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه.

Pa.azadiradio.com 

حلیمه د خپلو نویو لاسونو لپاره انتظار باسي

د درې نیم کلنې حلیمې دواړه لاسونه د سختې سوزېدنې له امله له منځه تللي دي. اوس د المان هيواد غواړي چې د حلیمې د لاسونو د لرلو هیله په واقعیت بدله کړي. نور د خان محمد سیند په دې ویډیو راپور کې ګورئ. ویډیو: عالم رحمانیار

Pa.azadiradio.com 

اندریس مانوېل د مکسيکو د ولسمشريزو انتخاباتو ګټونکی شو

کيڼ اړخی اندریس مانوېل لوپاز اوبراډور د مکسيکو د ولسمشريزو انتخاباتو ګټونکی شو. د لومړيو ابتدايي نتايجو پر اساس چې نن دوشنبه د مکسيکو د انتخاباتو د چارواکو له‎خوا خپاره شول، اندریس مانوېل لوپاز اوبراډور شاوخوا له ۵۳ څخه تر ۵۳.۸ فيصده رأی تر لاسه کړي دي. د لومړي نتايجو له مخې، ريکارډو انيا چې د مکسيکو د ملي خوځښت ګوند نوماند و، له ۱۹ څخه تر ۲۵، د واکمن ګوند نوماند خوزه انتونيو ميدي شاوخوا له ۱۴ تر ۲۰ فيصدو رأی وړي دي. ۶۳ کلن اندریس مانوېل لوپاز اوربراډورد خلکو له نااميدۍ څخه په استفاده په مکسيکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړيوال جام سياليو کې نن دوشنبه ۲ لوبې ترسره کېږي

د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کې ټاکل شوې ده نن دوشنبه ماښام دوه لوبې وشي. د برازيل د فوټبال ټيم له مکسيکو سره او د بلجيم ټيم له جاپان سره لوبېږي. له دې سره به څلورم-یو دور کې دوه پاتې کېدونکي ټيمونه هم مشخص شي. په پرونيو سيالیو کې دوه د حذفي دور لوبې وشوې. په‎دغو لوبو کې د کوربه هېواد روسیې ټيم وکړای شول، په پنالټي ضرباتو سره د اسپانيې ټيم ته د درې پر وړاندې په څلور ګولونو ماتې ورکړي او د کوارټر فاينل څلورم دور ته ووځي. په وروستۍ لوبه کې د کروشيا او ډنمارک ټيمونه په ټاکل شوي وخت کې ونه‌توانېدل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړيوال جام په سياليو کې نن دوشنبه ۲ لوبې ترسره کېږي

د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کې ټاکل شوې ده نن دوشنبه ماښام دوه لوبې وشي. د برازيل د فوټبال ټيم له مکسيکو سره او د بلجيم ټيم له جاپان سره لوبېږي. له دې سره به څلورم – یو دور کې دوه پاتې کېدونکي ټيمونه هم مشخص شي. په پرونيو سيالیو کې دوه د حذفي دور لوبې وشوې. په‎دغو لوبو کې د کوربه هېواد روسیې ټيم وکړای شول، په پنالټي ضرباتو سره د اسپانيې ټيم ته د درې پر وړاندې په څلور ګولونو ماتې ورکړي او د کوارټر فاينل څلورم دور ته ووځي. په وروستۍ لوبه کې د کروشيا او ډنمارک ټيمونه په ټاکل شوي وخت کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قادري: د فراه جګړه د ايران او پاکستان له خوا مدیريت کېږي

د افغانستان په لوېديځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان وايي، ځيني ګاونډي هېوادونه او لويه مافیا د فراه ولايت په ناامنۍ کې لاس لري. د دغې قول اردو قوماندان نورالله قادري په فراه ولايت کې په یوه غونډه کې وويل، په فراه کې جګړه د سيمې د استخباراتو په ځانګړې توګه، د ايران او پاکستان له خوا مدیريت کېږي. ښاغلي قادري په فراه ولايت کې له يو شمېر ستونزو څخه د مافيا بانډونو حضور هم ياد کړي دي. دا په داسي حال کې ده چې د فراه د ولايتي شورا ځيني غړي په دغه ولايت کې په وروستيو نا امنيو کې د ايران لاس تأيیدوي. Читать дальше...