World News in Pashto

درې روسي ژورنالیستان په افریقا کې وژل شوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې درې روسي ژورنالیستان د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د یو مستند فلم د جوړولو پر مهال وژل شوي.


 


ویل کیږي چې دې روسي ژورنالیستانو د روسیې د یو خصوصي پوځي قرادادي کمپنۍ په اړه مستند فلم جوړاوه. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د درې واړو ژورنالیستانو جسدونه د دوشنبې په ورځ موندل شوي دي.


د روسیې انټر فاکس خبري اژانس وايي، کله چې دا خبریالان له پایتخت بانګوی( Bangui) څخه بهر وتل نو د تالاشۍ په یوه پوسته کې ودرول شوي وو.  دې اژانس زیاته کړې چې دا درې واړه روسي اتباع د نامعلومو وسلوالو په ډزو وژل شوي دي.


د فرانسې خبري خبري اژانس وايي، ددې وژل شویو خبریالانو مړي د سیبو په نوم  یو ښار کې موندل شوي دي، او د وژنې هدف غلا ښکاري.


 


د رویټرز خبري اژانس د سیبو د ښاروال له خولې ویلي چې برید وسلوالو کسانو کړې او د موټر چلوونکی په دې برید ژوندی پاتې شوی دی.

Читайте на сайте