World News in Pashto
Август
2018

Новости за 01.08.2018

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا په نجراب کې هوايي حملې ۶ طالبان وژلي

د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې بهرنیو پوځیانو هوايي برید کړی چې شپږ طالب وسله‌وال‌یې وژلي دي. دا خبره د کاپيسا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد حکیم عظیمي نن سهار ازادي راډیو ته وکړه. هغه وویل بهرنیو پوځیانو تېره شپه ناوخته د طالبانو یو موټر هغه وخت په نښه کړ چې د نجراب ولسوالۍ پچغان درې ته په لار و او شپږ تنه‌یې په‌کې ووژل. د کاپيسا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ښاغلی عظیمي زیاتوي چې په وژل شویو طالبانو کې د نجراب ولسوالۍ لپاره د دې ډلې پوځي مسؤل قاري ادریس هم شامل دی. وسله‌والو طالبانو په دې اړه تر اوسه کومه تبصره نه‌ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

فېس‌بوک وايي، د امریکا د کانګرس په ټاکنو کې لاسوهنو ته متوجې شوی

فېس‌بوک وايي داسې هڅو ته متوجې شوی چې هدف‌یې د امریکا د کانګرس په ټاکنو کې لاسوهنه ده. په ټولنیزو شبکو کې دې سرلښکرې امریکایي کمپنۍ پرون ویلي ښايي دا هڅې د روسیې له‌خوا وي. فېس‌بوک ویلي د امریکا کانګرس په ټاکنو کې له لاسوهنو سره د مقابلې په خاطر یې ۳۲ پاڼې او اکونټونه په فېس‌بوک او انستاګرام کې له‌منځه وړي دي. د دغو لیرې کړای شويو فېس‌بوکونو او انستاګرام پاڼو هدف تر انتخاباتو مخکې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو ګمراه کول او د لاریونونو پلانول یاد شوي. د امریکا د کانګرس ټاکنې شااوخوا درې میاشتې وروسته په نومبر کې ترسره کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان په درزاب کې ۲۰۰ داعشیان افغان پوځیانو ته تسلیم شوي

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې له بیګاه شپې راهیسې ۲۰۰ داعش جنګیالي افغان پوځیانو ته تسلیم شوي دي. دا خبره د جوزجان امنیه قوماندان فقیرمحمدجوزجاني نن سهار ازادي راډیو ته وکړه. هغه وویل په درزاب کې د طالبانو او داعش تر منځ تر سختو نښتو وروسته د داعش یا اسلامي دولت ډلې لسګونه غړي له خپلو وسلو سره تښتیدلي او افغان پوځیانو ته تسلیم شوي دي. د جوزجان امنیه قوماندان وايي په دې سره په شمال کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې اصلي مرکز له منځه تللی دی. اخوا د درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمداسماعیل ازادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تیمورشاه څوک و؟

د ازادي راډیو اوونیزه «ژوند په شېبو کې» پروګرام د تیمورشاه مقبرې ته ځانګړی شوی، په پیل کې به واورئ چې:

Pa.azadiradio.com 

تیمور شاه څوک و؟

د ازادي راډیو اوونیزه «ژوند په شېبو کې» پروګرام د تیمور شاه مقبرې ته ځانګړې شوې، په پیل کې به واورئ چې ...

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان: د اسلامي نهضت ګوند د بهرنیانو په وژلو کې لاس درلود

د تاجکستان حکومت، د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند چې پر فعالیت‌یې بندیز لګېدلی تورن کړی چې د یکشنبې د ورځې هغه برید کې یې لاس درلود چې څلور بهرني بایسکل چلوونکي په‌کې ووژل شول. د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل، د یو نیول شوي مشکوک کس له اعتراف څرګنده شوې چې دا برید د دې ګوند یو فعال غړي رهبري کړی دی. د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د بریدګرو د ډلې مشر په ایران کې روزل شوی و او بریدګر له برید وروسته افغانستان ته تښتېدلي دي. تاجک چارواکو دمګړۍ د خپلې دې ادعا په اړه شواهد نه‌دي وړاندې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان: د اسلامي نهضت ګوند د بهرنیانو په وژلو لاس درلود

د تاجکستان حکومت، د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند چې پر فعالیت بندیز لګیدلی تورن کړی چې د یکشنبې د ورځې هغه برید کې یې لاس   درلود چې څلور بهرني بایسکل چلوونکي په کې ووژل شول.   د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل، د یو نیول شوي مشکوک کس له اعتراف څرګنده شوې چې دا برید ددې ګوند یو فعال غړي رهبري کړی دی.   د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د برید ګرو د ډلې مشر په ایران کې روزل شوی و او بریدګر له برید وروسته افغانستان ته تښتیدلي دي. تاجک چارواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

درې روسي ژورنالېستان په افریقا کې وژل شوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړې چې درې روسي ژورنالېستان د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د یو مستند فلم د جوړولو پر مهال وژل شوي. ویل کېږي چې دې روسي ژورنالېستانو د روسیې د یو خصوصي پوځي قرادادي کمپنۍ په اړه مستند فلم جوړاوه. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د درې واړو ژورنالېستانو جسدونه د دوشنبې په ورځ موندل شوي دي. د روسیې انټرفکس خبري اژانس وايي، کله چې دا خبریالان له پایتخت بانګوی ( Bangui) څخه بهر وتل، نو د تلاشۍ په یوه پوسته کې درول شوي وو.  دې اژانس زیاته کړې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

درې روسي ژورنالیستان په افریقا کې وژل شوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې درې روسي ژورنالیستان د مرکزي افریقا په جمهوریت کې د یو مستند فلم د جوړولو پر مهال وژل شوي.   ویل کیږي چې دې روسي ژورنالیستانو د روسیې د یو خصوصي پوځي قرادادي کمپنۍ په اړه مستند فلم جوړاوه. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د درې واړو ژورنالیستانو جسدونه د دوشنبې په ورځ موندل شوي دي. د روسیې انټر فاکس خبري اژانس وايي، کله چې دا خبریالان له پایتخت بانګوی( Bangui) څخه بهر وتل نو د تالاشۍ په یوه پوسته کې ودرول شوي وو.  دې اژانس زیاته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین مشر محاکمه کېږي

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د پخواني مشر پاول مانافورټ د محاکمې لپاره منصفه هیئت ټاکل شوی دی. راپورونه وايي چې له واشنګټن بهر د ویرجینیا ایالت د الکساندریه په یوې فډرالي محکمه کې د سه شنبې په ورځ د منصفه هیئت ۱۲ غړي وټاکل شول. منافورټ لومړی کس دی چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د ټاکل شوې ځانګړي مفتش رابرټ مولر له‌خوا د راپورته شویو تورونو له کبله محاکمه کېږي. مولر د ۲۰۱۷ م کال په مې میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د ځانګړي څېړونکي په توګه ټاکل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د انتخاباتي کمپاین مشر محاکمه کیږي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د انتخاباتي کمپاین د پخواني مشر پاول مانافورټ د محاکمې لپاره منصفه هییت ټاکل شوی دی.   راپورونه وايي چې له واشینګټن بهر د ویرجینیا ایالت د الکساندریه په یوې فیډرالي محکمه کې د سه شنبې په ورځ د منصفه هییت ۱۲ غړي وټاکل شول. منافورټ لومړی کس دی چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د ټاکل شوې ځانګړي مفتش رابرټ مولیر له خوا د راپورته شویو تورونو له کبله محاکمه کیږي. مولیر د ۲۰۱۷ م کال په مې میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جلال‌اباد ښار امنیت د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، سر له نن ورځې «چهارشنبه» د جلال‌اباد ښار امنیت د نورو ځواکونو تر څنګ د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو. د ننګرهار والي حیات‌الله حیات پرون ناوخته په یوې اعلامیه کې د کډوالو د چارو پر ریاست وروستي برید ته په اشارې، وویل: ​"د ننګرهار د والي او د دې ولایت د اوسېدونکي په توګه ورته نور د دې ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې روان امنیتي وضعیت د قناعت او منلو وړ نه‌دی." نوموړي زیاته کړې چې د قول اردو د قوماندانۍ په همکارۍ یې د جلال‌اباد ښار لپاره بېړني او ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جلال اباد ښار امنیت د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، سر له نن ورځې چارشنبه د جلال اباد ښار امنیت د نورو ځواکونو ترڅنګ د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو.   د ننګرهار والي حیات الله حیات پرون ناوخته په یوې اعلامیې کې د کډوالو د چارو پر ریاست وروستي برید ته په اشارې، وویل: ” د ننګرهار د والي او د دې ولایت د اوسیدونکي په توګه ورته نور د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې روان امنیتي وضعیت د قناعت او منلو وړ نه دی“   نوموړې  زیاته کړې چې د قول اردو د قوماندانۍ په همکارۍ یې  د جلال اباد ښار لپاره بېړني او ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي. Читать дальше...