د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د انتخاباتي کمپاین مشر محاکمه کیږي
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د انتخاباتي کمپاین د پخواني مشر پاول مانافورټ د محاکمې لپاره منصفه هییت ټاکل شوی دی.
راپورونه وايي چې له واشینګټن بهر د ویرجینیا ایالت د الکساندریه په یوې فیډرالي محکمه کې د سه شنبې په ورځ د منصفه هییت ۱۲ غړي وټاکل شول.
منافورټ لومړی کس دی چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د ټاکل شوې ځانګړي مفتش رابرټ مولیر له خوا د راپورته شویو تورونو له کبله محاکمه کیږي. مولیر د ۲۰۱۷ م کال په مې میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د ځانګړي څیړونکي په توګه ټاکل شوی دی.
پاول مانافورټ چې ۶۹ کلن دی د ۲۰۱۷ م کال اکټوبر کې د امریکا د بانکي قوانینو څخه په سرغړاویو تورن شو. دا تورونه د ټرامپ له انتخاباتي کمپاین مخکې د نوموړې د هغه وخت سره تړلي چې له امریکا بهر یې کار کاوه.
نوموړې دا تورنه رد کړي دي.
نوموړی همدارنګه تورن دی چې د بهرنیو ایجنټانو لپاره د امریکا له قوانینو یې هم سرغړاوی کړی.