World News in Pashto

د جوزجان په درزاب کې ۲۰۰ داعشیان افغان پوځیانو ته تسلیم شوي

د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې له بیګاه شپې راهیسې ۲۰۰ داعش جنګیالي افغان پوځیانو ته تسلیم شوي دي.


دا خبره د جوزجان امنیه قوماندان فقیرمحمدجوزجاني نن سهار ازادي راډیو ته وکړه.


هغه وویل په درزاب کې د طالبانو او داعش تر منځ تر سختو نښتو وروسته د داعش یا اسلامي دولت ډلې لسګونه غړي له خپلو وسلو سره تښتیدلي او افغان پوځیانو ته تسلیم شوي دي.


د جوزجان امنیه قوماندان وايي په دې سره په شمال کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې اصلي مرکز له منځه تللی دی.


اخوا د درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمداسماعیل ازادي راډيو ته وویل چې هر ساعت د داعش یوه نیمه ډله افغان پوځیانو ته تسلیمیږي او دا لړۍ همداسې روانه ده.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې داعش به په افغانستان کې له منځه یوړل شي.


اخوا په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن لس ورځې مخکې په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د طالبانو او داعش تر منځ جنګ روان دی او دوی دا کار هڅوي ځکه د ده په خبره داعش باید له منځه لاړ شي.


 

Читайте на сайте