فېسبوک وايي، د امریکا د کانګرس په ټاکنو کې لاسوهنو ته متوجې شوی
فېسبوک وايي داسې هڅو ته متوجې شوی چې هدفیې د امریکا د کانګرس په ټاکنو کې لاسوهنه ده.
په ټولنیزو شبکو کې دې سرلښکرې امریکایي کمپنۍ پرون ویلي ښايي دا هڅې د روسیې لهخوا وي.
فېسبوک ویلي د امریکا کانګرس په ټاکنو کې له لاسوهنو سره د مقابلې په خاطر یې ۳۲ پاڼې او اکونټونه په فېسبوک او انستاګرام کې لهمنځه وړي دي.
د دغو لیرې کړای شويو فېسبوکونو او انستاګرام پاڼو هدف تر انتخاباتو مخکې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو ګمراه کول او د لاریونونو پلانول یاد شوي.
د امریکا د کانګرس ټاکنې شااوخوا درې میاشتې وروسته په نومبر کې ترسره کېږي.
روسیه تر دې مخکې هم د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې په لاسوهنو او په ټولنیزو شبکو کې د نفوذ په پيدا کولو تورنه ده.
روسیې تل دا تورونه رد کړي چې د امریکا په ټاکنو کې دې لاسوهنه کړې وي.