تاجکستان: د اسلامي نهضت ګوند د بهرنیانو په وژلو کې لاس درلود
د تاجکستان حکومت، د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند چې پر فعالیتیې بندیز لګېدلی تورن کړی چې د یکشنبې د ورځې هغه برید کې یې لاس درلود چې څلور بهرني بایسکل چلوونکي پهکې ووژل شول.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل، د یو نیول شوي مشکوک کس له اعتراف څرګنده شوې چې دا برید د دې ګوند یو فعال غړي رهبري کړی دی.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د بریدګرو د ډلې مشر په ایران کې روزل شوی و او بریدګر له برید وروسته افغانستان ته تښتېدلي دي.
تاجک چارواکو دمګړۍ د خپلې دې ادعا په اړه شواهد نهدي وړاندې کړي.
د دوشنبې په ورځ د داعش وسلهوالې ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی و.
د یکشنبې په ورځ د تاجکستان په ختلان سیمه کې د لږ تر لږه یو په وسلو او چړو سنبال بریدګر لهخوا دوه امریکایان، یوه هالندی او یو سویسي ووژل شول.
راپورونه وايي چې دا بهرني بایسکل چلوونکي لومړی په موټر وهل شوي وو او بیا پرې د چړو او ټوپک برید شوی.
د یو فرانسوي په شمول درې بهرنیان په دې پېښه کې ټپیان شوي وو.