World News in Pashto

د غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ د سږکال لپاره وځنډېدې

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د افغانستان د غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ د سږکال لپاره وځنډېدې.


د فوټبال فدراسیون د نشرانو مسؤل شفیع سادات نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه لوبې د روشن کمپنۍ په ګډون د هېواد د یو شمېر نورو خصوصي کمپنیو له‎خوا تمویل کېدې خو یادو کمپنیو سږکال له مالي ملاتړه لاس اخېستی.


نوموړي وویل، دوی له یو شمېر افغان چارواکو سره خبرې کړي او هڅه کوي چې دغه لوبې ترسره شي.

Читайте на сайте