World News in Pashto
Август
2018

Новости за 13.08.2018

Mashaalradio.com 

د پاکستان د قامي اسمبلۍ نویو غړو سوګند وکړ

د پاکستان د قامي اسمبلۍ نویو غړو د اګست پر ۱۳مه لوړه وکړه. په دې منتخبو کسانو کې د جنوبي وزیرستان علي وزیر هم شامل دی چې وايي، د پښتنو د حق خبره به کوي. د متحده مجلس عمل مفتي عبدالشکور وايي، په پارلېمان کې به هم د انتخاباتي درغلیو ضد هلې ځلې کوي. انتخاباتي کمېشن وايي، د جولای پر ۲۵مه ټاکنې رڼې او منصفانه وې. د خیبر پښتونخوا پخوانی اعلا وزیر پروېز خټک وايي، په قامي اسمبلۍ کې به د پاکستان د اقتصادي پرمختیا هڅې کوي. ویډيو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

افغان چارواکي وايي چې د غزني ښار تصفیه روانه ده خو په جنګ کې تر سلو زیات افغان عسکر وژل شوي ، د پاکستان د پارلمان ۲۴۳ نویو غړیو نن د وفادارۍ لوړه وکړه او په استرالیا کې یو پلورنځی خلکو ته په وړیا توګه میوه او سبزي ورکوي. دا خبرونه د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Pa.azadiradio.com 

کفن پر سرمعترضان، په غزني ولایت کې د جنګ پای ته رسیدل غواړي

یوشمیر مدني فعالانو په کابل کې په یوه سمبولیک حرکت کې کفنونه اغوستي او دغزني ولایت وضعیت ته رسیده ګي غواړي. د افغانستان د د فاع او کورنیو چارو وزیرانو نن پرغزني ولایت د بیا ولکه کولو په اړه ، د نویو اقدامتو خبرې وکړې. په دې اړه نور تفصیل، د تمیم اخګر په راپور کې ووینئ. ویډیو: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

د کونړ په مرکز اسعداباد کې ۵ میګاواټه لمریزه برښنا جوړېږي

د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ۵ میګاواټه لمریزې برښنا دستګاه جوړېږي. په یاده پروژه به ۱۱ ميلیونه امریکايي ډالر لګښت راشي او ۹۵۰۰۰ زرو کورنیو ته به برښنا ورکړل شي. د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال د دوشنبې په ورځ ازادې راډیو ته وویل چې د لمریزې برښنا د تولید لپاره سروې پیل شوې چې ډېر زر به يې نورې عملې چارې هم پیل شي. د کونړ والي همدا راز وايي چې هم يې د مناګي په برښنا کوټ کار چټک کړی او هم غواړي چې په اسعداباد کې د برښنا تولیدوونکې فابریکې بیا اساسي رغولو چارې ډېر ژر پیل کړې. د یادونې وړ ده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کونړ په مرکز اسعداباد کې ۵ مېګاواټه لمریزه برښنا جوړېږي

د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برښنا دستګاه جوړېږي. په یاده پروژه به ۱۱ ميلیونه امریکايي ډالر لګښت راشي او ۹۵۰۰۰ کورنیو ته به برښنا ورکړل شي. د کونړ والي عبدالستار میرزاکوال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د لمریزې برښنا د تولید لپاره سروې پیل شوې چې ډېر زر به‌يې نورې عملي چارې هم پیل شي. د کونړ والي همداراز وايي چې هم‌يې د مناګي په برښنا کوټ کار چټک کړی او هم غواړي چې په اسعداباد کې د برښنا تولیدوونکې فابریکې د بیا اساسي رغولو چارې ډېر ژر پیل کړي. د یادونې وړ ده چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خامنه‌اي: په ایران کې اقتصادي ستونزې تر ډېره د ناسم مدیرت نتیجه ده

د ایران ستر مذهبي مشر ایات‌الله خامنه‌اي وایي، په هېواد کې اقتصادي ستونزې د امریکا د فشارونو نه، بلکې تر ډېره د داخلي ناسم مدیریت نتیجه ده. د ایران دولتي ټلوېزیون د خامنه‌اي له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، د امریکا د بندیزونو په نسبت د اقتصادي وضعیت ناسم مدیریت د ایران پر عادي وګړو فشارونه زیات کړي دي. خامنه‌اي دغه‌راز ویلي چې د ښه مدیریت کولو او پلانولو له لارې کولای شو چې د بندیزونو په وړاندې ودرېږو او پر هغو برلاسي شو. له کله چې د امریکا متحده ایالات د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خامنه یي: په ایران کې اقتصادي ستونزې تر ډېره د ناسم مدیرت نتیجه ده

د ایران سترمذهبي مشر ایات الله خامنه یي وایي، په هېواد کې اقتصادي ستونزې د امریکا د فشارونو نه، بلکې تر ډېره د داخلي ناسم مدیرت نتیجه ده. د ایران دولتي ټلویزیون د خامنه یي له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، د امریکا د بندیزونو په نسبت د اقتصادي وضعیت ناسم مدیریت د ایران پر عادي وګړو فشارونه زیات کړي دي. خامنه یي دغه راز ویلي چې د ښه مدیریت کولو او پلانولو له لارې کولای شو چې د بندیزونو په وړاندې ودرېږو او پر هغو برلاسي شو. له کله چې د امریکا متحده ایالات د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې بانک د مالي ثبات د یقیني کولو لپاره ټول لازم اقدامات کوي

د ترکیې مرکزي بانک وایي، تیار دی چې په هېواد کې د مالي وضعیت د ثبات د یقیني کولو لپاره ټول لازم اقدامات وکړي. ترکیه وروسته له هغې له مالي بحران سره مخ شوې چې د دې هېواد پیسې خپل ارزښت په دې وروستیو کې د بهرنیو اسعارو په تېره بیا د امریکایي ډالرو په وړاندې زښت زیات له لاسه ورکړ. په هغه بیان کې چې دغه بانک نن دوشنبه خپور کړی، ژمنه شوې چې بانک به د اړتیا وړ ټوله شتمني عرضه کړي. دغه اعلان وروسته له هغې کېږي چې د ترکیې د مالیې وزیر برات البیرک وویل چې حکومت یو بېړنی پلان ترتیب کړی چې په بازار کې راپورته شوې اندېښنې له‌منځه یوسي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کوټې سکرو کان کې چاودنې سواتیان وژلي

د بلوچستان په سنځدۍ کې د سکرو په یوه کان کې له چاودنې تر اوسه د اوو تنو مړي را-اېستل شوي او د چارواکو په خبره شپږتنه لا هم ورک دي. پولیس چارواکي وايي، د ګېس پر له پسې راوتولو یې مرستندویه چارې ځنډنۍ کړې دي.

Mashaalradio.com 

کوټه: د سنځدۍ له کانه لس مړي را ـ ایستل شوي

د کوټې ختیځ پلو د سورینځ سیمې په سنځدۍ غرونو کې د سکرو په یوه کان کې د میتېن ګېس په چاودنه کې د وژل شویو او په هغوی پسې د تللیو مرستندیانو مړي را-اېستل شوي چې په دې سره تر دا مهاله ټول ۱۳ مړي را-اېستل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په بلوچستان کې د ډبرو د سکرو په یوه کان کې ۷ تنه وژل شوي

د راپورونو له مخې، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ډبرو د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اوه تنه وژل شوي او شپږ نور تري تم دي چې د دې وېره شته چې هغوی به هم خپل ژوند له لاسه ورکړی وي. مخکې په دې پېښه کې د څلورو تنو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ورک کېدو خبر ورکړل شوی و. چاودنه پرون د کوټې د ختیځ په ۵۰ کېلو مترۍ کې د سنجدي په کلي کې شوې وه. پولیسو په لومړي سر کې ویلي وو چې په کان کې د میتان ګازو د خپرېدو له امله چاودونه شوې، خو د وروستیو راپورونو له مخې، دغه کان پر کان کېندونکو وروسته له هغې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سلیم: په غزني کې سل تنه افغان ځواکونه یا وژل شوي او یا تری تم دي

یوه افغان پوځي چارواکي نن دوشنبه تأیید کړه چې په غزني کې د سختو نښتو په ترڅ کې لږترلږه د افغان امنیتي ځواکونو سل تنه یا وژل شوي او یا هم تری تم دي. دغه څرګندونې د افغان ځانګړو ځواکونو ویاند جاوید سلیم کړي او ویلي یې دي چې دغه ځواکونه به په غزني ښار کې دننه د جګړو یا د غزني ولایت په ولسوالیو کې د نښتو په نتیجه کې وژل شوي او یا تری تم شوي وي. سلیم دغه راز وویل چې په غزني کې د څلورو ورځو جګړو په نتیجه کې د طالبانو د لږترلږه دونیم سوه وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. د افغان ځانګړو ځواکونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې ۱۰۰ تنه افغان ځواکونه یا وژل شوي او یا تري تم دي

یوه افغان پوځي چارواکي نن دوشنبه تأیید کړه چې په غزني کې د سختو نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه د افغان امنیتي ځواکونو ۱۰۰ تنه یا وژل شوي او یا هم تري تم دي. دغه څرګندونې د افغان ځانګړو ځواکونو ویاند جاوید سلیم کړي او ویلي یې دي چې دغه ځواکونه به په غزني ښار کې دننه د جګړو یا د غزني ولایت په ولسوالیو کې د نښتو په نتیجه کې وژل شوي او یا تري تم شوي وي. سلیم دغه‌راز وویل چې په غزني کې د څلورو ورځو جګړو په نتیجه کې د طالبانو د لږ تر لږه ۲۵۰ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. د افغان ځانګړو ځواکونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ د سږ کال لپاره وځنډېدې

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د افغانستان د غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ د سږ کال لپاره وځنډېدې. د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع سادات نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه لوبې د روشن کمپنۍ په ګډون د هېواد د یو شمېر نورو خصوصي کمپنیو له‎خوا تمویل کېدې، خو یادو کمپنیو سږ کال له مالي ملاتړه لاس اخیستی. نوموړي وویل، دوی له یو شمېر افغان چارواکو سره خبرې کړي او هڅه کوي چې دغه لوبې ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

هوتک: خوست کې د ایمرجنګ کمپ خپل‎منځي سیالیو دوهمه لوبه ترسره شوه

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، په خوست کې د ایمرجنګ کمپ خپل‎منځي سیالیو دوهمه لوبه نن د«A» او «B» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، د «A» لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو، ۲۸۳ منډې ترلاسه کړې چې له ډلې یې بهیر محبوب ۸۰، اکرام علي خېل ۶۹ او رحمان الله ګربز ۵۷ ډېرې منډې جوړې کړې. همدارنګه د «B» لوبډلې توپ اچوونکو له ډلې سمیع الله پنځه، نجات مسعود، یوسف ځاځي دوه- دوه او ضیاالرحمان اکبر یو لوبغاړی وسوځاوه. د «B» لوبډلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ د سږکال لپاره وځنډېدې

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د افغانستان د غوره لیګ اووم پړاو سیالۍ د سږکال لپاره وځنډېدې. د فوټبال فدراسیون د نشرانو مسؤل شفیع سادات نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه لوبې د روشن کمپنۍ په ګډون د هېواد د یو شمېر نورو خصوصي کمپنیو له‎خوا تمویل کېدې خو یادو کمپنیو سږکال له مالي ملاتړه لاس اخېستی. نوموړي وویل، دوی له یو شمېر افغان چارواکو سره خبرې کړي او هڅه کوي چې دغه لوبې ترسره شي.