د کوټې سکرو کان کې چاودنې سواتیان وژلي
د بلوچستان په سنځدۍ کې د سکرو په یوه کان کې له چاودنې تر اوسه د اوو تنو مړي را-اېستل شوي او د چارواکو په خبره شپږتنه لا هم ورک دي. پولیس چارواکي وايي، د ګېس پر له پسې راوتولو یې مرستندویه چارې ځنډنۍ کړې دي.