World News in Pashto

خامنه یي: په ایران کې اقتصادي ستونزې تر ډېره د ناسم مدیرت نتیجه ده

د ایران سترمذهبي مشر ایات الله خامنه یي وایي، په هېواد کې اقتصادي ستونزې د امریکا د فشارونو نه، بلکې تر ډېره د داخلي ناسم مدیرت نتیجه ده.


د ایران دولتي ټلویزیون د خامنه یي له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، د امریکا د بندیزونو په نسبت د اقتصادي وضعیت ناسم مدیریت د ایران پر عادي وګړو فشارونه زیات کړي دي.


خامنه یي دغه راز ویلي چې د ښه مدیریت کولو او پلانولو له لارې کولای شو چې د بندیزونو په وړاندې ودرېږو او پر هغو برلاسي شو.


له کله چې د امریکا متحده ایالات د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه وتلی او پر تهران یې بندیزونه بېرته لګولي، د ایران پیسې ریال خپل ارزښت ډېر له لاسه ورکړی دی.


په ایران کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په وړاندې په وروستیو کې د تهران په ګډون د دې هېواد په څو ښارونو کې خلکو اعتراضیه مظاهرې وکړې.

Читайте на сайте