World News in Pashto

په غزني کې ۱۰۰ تنه افغان ځواکونه یا وژل شوي او یا تري تم دي

یوه افغان پوځي چارواکي نن دوشنبه تأیید کړه چې په غزني کې د سختو نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه د افغان امنیتي ځواکونو ۱۰۰ تنه یا وژل شوي او یا هم تري تم دي.


دغه څرګندونې د افغان ځانګړو ځواکونو ویاند جاوید سلیم کړي او ویلي یې دي چې دغه ځواکونه به په غزني ښار کې دننه د جګړو یا د غزني ولایت په ولسوالیو کې د نښتو په نتیجه کې وژل شوي او یا تري تم شوي وي.


سلیم دغه‌راز وویل چې په غزني کې د څلورو ورځو جګړو په نتیجه کې د طالبانو د لږ تر لږه ۲۵۰ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.


د افغان ځانګړو ځواکونو ویاند وویل چې په غزني کې د ځواکونو د ملاتړ لپاره له کابله نوي ځواکونه غزني ته په لاره دي.


په غزني کې چې جګړې نن دوشنبه څلورمې ورځې ته غځېدلي، د نړیوالو ځواکونو یوه ویاند وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره‌یې پوځي سلاکاران غزني ته استولي دي.


په عین حال کې د غزني قومي مشرانو، مدني فعالانو او یو شمېر ځوانانو نن په کابل کې د غرني ښار د روان وضعیت په اړه یو اعتراضي لاریون وکړ.


د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان‌الله کامراني ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو په غزني کې جګړه پراخه کړې او حکومت‌يې باید د مخنیوي لپاره بېړني او جدي ګامونه پورته کړي.

Читайте на сайте