World News in Pashto

راپورونه: فاریاب کې شااوخوا ۲۵ سرتېري وژل شوي او ۱۶ یرغمل شوي

د راپورونو له مخې، په فاریاب کې د ملي اردو د سرتېرو پر یوه کتار د وسله‌والو طالبانو په برید کې شااوخوا ۲۵ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور یرغمل شوي دي.


چارواکو که څه هم د دغه برید او د ملي اردو سرتېرو ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د فاریاب د ولایتي شورا دوو غړو دا پېښه تأیید کړې او ويلي یې دي چې پرون شااوخوا ۳۰۰ افغان سرتېري چې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې دېره وو، له خپلې قرارګاه څخه ووتل او میمنې ته په لاره په قیصار ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو له یوه کمین سره مخ شول.


د فاریاب د ولایتي شورا غړي سید عبدالباقي هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې ۲۰ نور سرتېري ټپیان شوي او له ۱۰ تر ۲۰ پورې پوځي عرادې او د سرتېرو مړي د پېښې په ځای کې پاتې دي.


د ولایتي شورا یوه بل غړي نادر سعیدي وویل چې د پېښې په ځای کې پرېښودل شوي پوځي وسایل په هوایي بمبارۍ کې له‌منځه وړل شوي او غورماچ ولسوالۍ اوس په بشپړ ډول د طالبانو په کنټرول کې ده.


وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.


 

Читайте на сайте