World News in Pashto
Август
2018

Новости за 28.08.2018

Mashaalradio.com 

د پاکستان ښځینه کماندو

د پاکستاني قوماندویانو په لیکو کې اوس ښځې هم زده کړې کوي او وظیفه تر سره کوي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د سولې او اوربند په اړه له طالبانو څخه د امنیت شورا غوښتنه، پر تهران د واشنګتن د بندیزونو اغیز او یوشمیر نور مهم خبرونه دلته لیدلی شئ. له دې مو هم خبروو چې انسانان څرنګه په هوا کې سیالي سره کوي. دا خبرونه د شپې ۸ له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: طالبان دې د افغان حکومت اعلان شوی اوربند سمدستي ومني

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان د حکومت اعلان شوی اوربند دې سمدستي ومني. د افغانستان ولسمشر تر لوی اختر یوه ورځ مخکې د زمري له ۲۹مې د لړم تر ۲۹مې پورې د درې میاشتو په مخه له طالبانو سره مشروط اوربند اعلان کړ. د دې اوربند شرط دا دی چې هغه مهال به نافذېږي چې طالبان هم اوربند رعایت کړي. امنیت شورا د دوشنبې په ورځ ناوخته په نیویارک کې تر غونډې وروسته په یوه خپره کړې اعلامیه کې همداراز پر طالبانو غږ کړی دی چې د فبرورۍ په ۲۸مه چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سولې له قید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: پر ایران لګول شوي بندیزونه قانوني دي

د امریکا متحده ایالات وایي، د ایران له اټمي پروګرام سره په تړاو پر دې هېواد لګول شوي بندیزونه قانوني دي او هغه د ملي امنیت له اقداماتو سره سر خوري او تهران نه‌شي کولای چې دغه بندیزونه د ملګرو ملتونو په ستره محکمه کې چلنج کړي. دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت حقوقي سلاکارې جنیفر نیوسټید نن په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې قاضیانو ته وکړې او د ایران هغه ادعاوې چې وایي، پر ایران د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا لګول شوي بندیزونه غیر قانوني دي او هغه باید لغوه شي، رد کړې. تهران په دې اړه خپل شکایت دغې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

قریشي: هڅه کوو له امریکې سره مو اړیکې ښې شي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هيله ښودلې چې د سپټمبر پر پنځمه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزيرمايک پومپيو د اسلام اباد د سفر پر مهال به هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو تعلقات پر ښه لور روان شي.

Mashaalradio.com 

کونړ: په شیګل کې چاودنه، ۱ مړ ۸ ژوبل

د افغانستان د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید الله دهقان د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې نن له غرمې وړاندې دشیګل ولسوالۍ په هلالزو کلي کې په یو موټر چې ټول پکې ولسي وګړې سپاره و ،د سرک غاړي ماین چاودیدلی چې پکې نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Pa.azadiradio.com 

روحاني: ایران به د امریکا پر نویو لګول شویو بندیزونو برلاسی شي

د ایران ولسمشر حسن روحاني د پارلمان غړو ته وویل چې ایران به پر دې هېواد د امریکا پر نویو لګول شویو بندیزونو برلاسی شي او په سپینې ماڼۍ کې ایراني ضد چارواکو ته به وښیي چې دغه بندیزونه به خپل هدف ته په رسېدو کې ناکام شي. دی وایي: "موږ نه پرېږدو چې یوه ایرانۍ ضد څپه چې نن ورځ په سپینه ماڼۍ کې راټوله شوې، زموږ په وړاندې دسیسه جوړه کړي، سپینه ماڼۍ دې داسې فکر ونه کړي چې د نننۍ غونډې له نتیجې به خوشحاله شي." روحاني نن په تهران کې د پارلمان غونډې ته وربلل شوی و چې په هېواد کې د روان اقتصادي وضعیت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په اسیايي المپیکي سیالیو کې چین تر نورو هېوادونو مخکې دی

په جاکارتا کې د روانو اسیايي المپیک سیالیو په لړ کې چین د ۱۹۳ مډالونو سره تر نورو هېوادونو مخکې دی. په دغو سیالیو کې چین د ۸۸ سرو زرو، ۶۲ سپینو زرو او ۴۳ بُرونزو مډالونو سره لومړی، جاپان د ۴۳ سرو زرو، ۳۷ سپینو زرو او ۵۷ بُرونزو مډالونو سره دوهم او کوریا بیا ۲۹ سرو زرو ۳۷ سپینو زرو او ۴۴ بُرونزو مډالونو په ګټلو سره په درېیم ځای کې دی. د اندونیزیا په کوربه‌توب په اسیايي المپیکي سیالیو کې تر دې مهاله له شااوخوا ۵۰ ګډون کوونکو هېوادونو نه ۳۵یې د مډالونو په ګټلو بریالي شوي دي. په دغو سیالیو کې ۶۵... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ورزشي بنسټونو د ترورېزم د قربانیانو د ملاتړ ورځ ولمانځله

د افغانستان د بېلابېلو ورزشي بنسټونو مسؤلینو او افغان لوبغاړو د ترورېزم د قربانیانو د ملاتړ نړیواله ورځ ولمانځله. په دې اړه په کابل کې جوړو شوېو مراسمو ته د افغانستان د بدني روزنې فني او مسلکي مرستیال میرویس بهاوي د وینا پر مهال وویل چې د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د ورزشي بنسټونو او لوبغاړو رول برخلیک ټاکونکی دی. ښاغلي بهاوي وویل، ترورېزم د دې تر څنګ چې د بې‌ګناه انسانانو ژوند اخلي د ټولنې د پرمختګ مخه هم نیسي. يو شمېر افغان لوبغاړو هم دغو مراسمو ته په وینا کې وویل چې ترورېزم د افغان لوبغاړو د پرمختګ او لاسته راوړنو مخه ډب کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ ۲ لوبډلې هندي پانګه‌والو پېرلي

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ يا «اې. پي. اېل» شل اوریزو سیالیو دوه لوبډلې تر دې مهاله هندي پانګه‌والو اخیستې دي. د دغه لیګ د لوګو او لوبډلو د معرفي کولو په مراسمو کې د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس شکرالله عاطف مشعل وویل چې د پاتې درېیو نورو لوبډلو د پېر په برخه کې هم خبرې وروستۍ مرحلې ته رسېدلي چې پېرونکي به‌يې ژر معلوم شي. د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو کې پنځه لوبډلې «کابل، پکتیا، کندهار، ننګرهار او بلخ» شاملې دي چې د پکتیا لوبډله «د وي راک مبایلز» هندي کمپنۍ او د بلخ لوبډله «لیجنډري مېن»... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې دفاع وزیر: روسیه به راتلونکې میاشت لوی پوځي تطبیقات وکړي

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو وایي، روسیه به راتلونکې میاشت لوی پوځي تطبیقات چې له ۱۹۸۱ میلادي کال راهیسې به ساری نه‌لري، ترسره کړي. د روسیې خبري اژانسونه وایي چې شویګو ویلي چې په دغو تطبیقاتو کې به چې هغه د وستوک ۲۰۱۸ په نوم یاد کړي، تقریباً درې سوه زره پوځیان او له زرو زیاتې الوتکې ګډون وکړي. دغه پراخ پوځي تمرینونه به د روسیې په مرکزي او ختیځو هغو سیمو کې چې پوځي سیمې بلل کېږي، ترسره شي او د روسیې د پاسفیک او شمال بحري ځواکونه او د دې هېواد ټول هوایي جزوتامونه پکې برخه اخلي. دغه اعلان په داسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: طالبانو په ارزګان کې یو پل په بمونو الوځولی

د ارزګان چارواکي وایي چې وسله‌والو طالبانو تېره ورځ د مرکز ترینکوټ اړوند سرخوم سیمه کې یو لوی پُل چې د ارزګان د چهارچینو او دهراوود او د کندهار نېش ولسوالۍ سره نښلوي، په بمونو الوځولی دی. په ارزګان کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې لوا ویاند حکمران وفادار ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو تر ماتې وروسته دغه پُل د څو بمونو په ذریعه ویجاړ کړی دی. د چارواکو په وینا، دغه پُل چې ۴۵ متره اوږد او ۷ متره سور لري، پنځه کاله مخکې د استرالیا له‌خوا د ۵۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نهو میاشتو په موده کې رغول شوی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: فاریاب کې شااوخوا ۲۵ سرتېري وژل شوي او ۱۶ یرغمل شوي

د راپورونو له مخې، په فاریاب کې د ملي اردو د سرتېرو پر یوه کتار د وسله‌والو طالبانو په برید کې شااوخوا ۲۵ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور یرغمل شوي دي. چارواکو که څه هم د دغه برید او د ملي اردو سرتېرو ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د فاریاب د ولایتي شورا دوو غړو دا پېښه تأیید کړې او ويلي یې دي چې پرون شااوخوا ۳۰۰ افغان سرتېري چې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې دېره وو، له خپلې قرارګاه څخه ووتل او میمنې ته په لاره په قیصار ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو له یوه کمین سره مخ شول. د فاریاب... Читать дальше...