قریشي: هڅه کوو له امریکې سره مو اړیکې ښې شي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هيله ښودلې چې د سپټمبر پر پنځمه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزيرمايک پومپيو د اسلام اباد د سفر پر مهال به هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو تعلقات پر ښه لور روان شي.