World News in Pashto

په پاکستان کې د یوه کان د نړیدو له امله نهه معدنچیان وژل شوي

پاکستاني چارواکي وایي، د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د سکرو د یوه کان د چت د نړیدو له امله نهه معدنچیان وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.


 


دا پیښه پرون خیبر ایجنسي ته څیرمه په ادم خیل دره کې وشوه.


تر دې دمه د کان د چت د نړیدو اصلي علت نه دی روښانه شوی.


د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.


د پاکستان د سکرو په کان کې، روان کال، دا دوهمه مرګونې پیښه ده. د اګست په دیارلسمه په کوټه کې د سکرو په کان کې چاودنې اتلس تنه وژلي و.


د پاکستان د کانونو د کارګرانو فدرارسیون وایي چې هرکال په دغه هیواد کې نژدې دوه سوه تنه معدنچیان د داسې پیښو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Читайте на сайте