World News in Pashto
Сентябрь
2018

Новости за 13.09.2018

Pa.azadiradio.com 

امریکا د اوکراین په ختیځ کې د روسي بېلتونپالو انتخابات وغندل

د امریکا متحده ایالات هم له اروپایي اتحادیې سره چې د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوه بېلتونپالو له خوا د پلان شويو انتخاباتو غندنه کړې، یوځای شو. دوی دغه انتخابات یوه جعلي پروسه یاده کړې او ویلي یې دي چې هغه په سیمه کې د سولې هڅې زیانمنوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدرناورټ د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه بیان کې وویل چې هغه انتخابات چې د دونیڅک او لوهانسک جمهوریتونو په نوم سیمو کې په پام کې نیول شوي غندي. هغې زیاته کړه دې ته په پام سره چې پردې سیمو د روسیې فدیریشن کنټرول لري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غني: د پلچرخي زندان د بندیانو په اړه دې دوهمه څېړنه هم وشي

افغان ولسمشر وایي، د پلچرخي د زندان د بندیانو په اړه یې د دوهمې څیړنې د ترسره کېدو امر کړی دی. اشرف غني پرون په دې زندان کې د یوه روغتون او دوو بلاکونو د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده او په یوه جوړه شوې غونډه کې یې وویل چې د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ یوه پلاوی به په دې زندان کې په بلواوو کې د بندیانو د مړینې د ادعاوو په اړه څېړنه کوي. په دې وروستیو کې په دې زندان کې د بندیانو د بلواو او د په سلګونو بندیانو د ډوډۍ نه خوړلو د اعتصاب په اړه راپورونه ورکړل شوي وو. له دې زندانه یو شمېر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سیګار: د افغان مېرمنو په اړه د امریکا پیسې بې ځایه لګیدلي

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا سرپلټونکي اداره سیګار وایي چې په افغانستان کې د امریکا د مرستو هغه پروژه چې یوازې د ښځو د پیاوړي کولو پر چارو متمرکزه او په نړۍ کې تر ټولو ستر پروګرام بلل کېږي، ناکام دي او د امریکایي مالیې ورکوونکو پیسې بې ځایه لګیدلي. د دغې پروژې لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې یا «USAID»۲۸۰ میلیون ډالر ځانګړې او هدف یې دا وو چې له ۷۵ زره افغان ښځو سره د کارونو په موندلو کې مرسته وکړي او هم د ښځینو سوداګرو د پیاوړي کېدو ترڅنګ دوی دې ته وهڅوي په خپله سوداګریزې چارې پیل کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر راتګ او د کونړ د اوسېدونکو غوښتنې

کونړیان وايي، افغان حکومت باید د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ته په افغانستان کې د هغوی د پوځ او تېرو حکومتونو د لاس‎وهنو او توپچي بریدونو په اړه ټول اسناد ورکړي، څو په هېواد کې سوله راشي.

Pa.azadiradio.com 

د پلچرخي په زندان کې یوه روغتون او دوه بلاکونه جوړیږې

د کابل د پلچرخي په زندان کې ولسمشر اشرف غني د یوه روغتون او دوو بلاکونو د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښوده.   ولسمشر پرون په دې مناسبت په پلچرخي کې جوړې شوې غونډې ته، چې یوشمیر زندانیان هم ورته ناست وو، وویل: « تاسو ته به د پنځوس بسترو منظم روغتون ودان شي. اداري ودانۍ د دې لپاره ده چې څارنوالان ستاسو د دوسیو د څیړلو لپاره په خپل وخت راشي. دریمه ودانۍ د دې لپاره ده چې تاسو شکایت کړی و او سم شکایت دی چې ځای کم دی» د زندانیانو لپاره په بلاک کې به دوه سوه شپږ پنځوس کوټې وي چې د درې زره زندانیانو د ځاییدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د یوه کان د نړیدو له امله نهه معدنچیان وژل شوي

پاکستاني چارواکي وایي، د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د سکرو د یوه کان د چت د نړیدو له امله نهه معدنچیان وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.   دا پیښه پرون خیبر ایجنسي ته څیرمه په ادم خیل دره کې وشوه. تر دې دمه د کان د چت د نړیدو اصلي علت نه دی روښانه شوی. د دوو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی. د پاکستان د سکرو په کان کې، روان کال، دا دوهمه مرګونې پیښه ده. د اګست په دیارلسمه په کوټه کې د سکرو په کان کې چاودنې اتلس تنه وژلي و. د پاکستان د کانونو د کارګرانو فدرارسیون وایي چې هرکال په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرپل ښار ته افغان کومانډو ځواکونه رسیدلي دي

د سرپل ولایت د والي ویاند ازادي راډیو ته وویل چی سرپل ښار ته افغان کومانډو ځواکونه رسیدلي دي . ذبیح اله اماني پرون ناوخته وویل چې په لنډ وخت کې به عملیات پيل شي: « ټاکل شوې ده چې ډیر ژر عملیات شروع شي، لاهم د سرپل په ښار کې امنیتي ګواښونه په خپل حال دي او د سرپل ولایت د تیلو څاګان هم تر ستر امنیتي ګواښ لاندې دي» د سرپل سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی وو چې طالبانو له څو لوریو د سرپل پر ښار بریدونه کړې دي او که چیرته نور ځواکونه ورونه رسیږي دا ښار به سقوط وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر پرون یو نوی فرمان صادر کړ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر پرون یو نوی فرمان صادر کړ. په دې فرمان کې راغلې دي چې هغو بهرنیانو ته به سزا ورکړي چې د امریکا په انتخاباتو کې مداخله کوي.   دا فرمان په داسې وخت کې لاسلیک شوی، چې د ډانالډ ټرمپ پر حکومت انتقاد کیږي چې د امریکا انتخاباتو ته متوجه ګواښونو ته په جدي سترګه نه ګوري. د متحد ایالتونو د ملي استخباراتو رییس دان کوټس وویل، تر اوسه په انتخاباتو کې د روسیې د جدي مداخلې شاهد نه دی خو روسیې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مداخله کړې وه. دان کوټس زیاته کړه چې د ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په مرکزي بغلان ولسوالي کې تصفیوي عملیات روان دي

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالي کې د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات روان دي.   افغان ځواکونو د دې عملیاتو پر مهال پرون ادعا وکړه چې په سیمه کې یې د طالبانو یوشمیر مشران وژلي دي. د شاهین قول اردو د دوهمې لوا ویاند غلام محمد بلخي ازادي راډیو ته وویل: « د شش کپه، خوابیا او ډنډ په سیمو کې اووه دیرش ترهګر د پلخمري لپاره د طالبانو نومولی ولسوالی مولوي قدیر، قوماندان قاري خالد ، ملا ابراهیم، قاري ظاهر، غازي ملنګ او د ملا جلال ابادي په شمول وژل شوې دي» د ښاغلي بلخي په وینا د دې عملیاتو پرمهال د طالبانو دولس تنه ټپيان شوې هم دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان د چارواکو او بشري فعالانو ترمنځ اخ و ډب شوې ده

د تاجکستان د چارواکو او بشري حقونو د فعالانو ترمنځ په پولنډ کې د یوې غونډې پرمهال د اخ و ډب تازه ویډیو خپره شوې ده.   دا کلنۍ غونډه د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان له لورې جوړه شوې وه. ویډیو په وارسا کې د سې شنبې د ورځې د غونډې د غرمنۍ ډوډۍ پر مهال اخیستل شوې ده. په ویډیو کې ښکارې چې د دولتي پلاوي یو غړی د حکومت پر سیاسي مخالفانو د سوکانو او لتو وار کوي. داسې ښکارې چې دا شخړه وروسته تر دې رامنځته شوه چې د بشري حقونو فعالانو د دولتي پلاوي غړي ایام الدین ستاروف ته یوه لوحه ورکوي چې پر هغې لیکل شوي دي، سیاسي زندانیان خوشي کړئ. Читать дальше...