دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸ ترهګر وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۵۸ ترهګر وژلي، ۳۳ یې ټپیان کړي او ۱۰ مشکوک کسان یې نیولي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې نن شنبه سهار د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر خپره کړې، ویل شوي چې په دې موده کې یې ۱۲ مشترک تهاجمي او تصفیوي عملیات، ۱۱۴ کومانډويي دندې او یو هوايي برید ترسره کړي دي.
دفاع وزارت وايي، دا عملیات په ننګرهار، غزني، لوګر، کندهار، زابل، بادغیس، هرات، فاریات، بغلان او هلمند کې ترسره شوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې یې ۷ تنه وسله وال وژلي او نهه تنه یې ټپیان کړي دي، د غزني په قره باغ کې د اوو، د هرات په شنیډنډ کې د څلورو او د زابل په دای چوپان کې د څلورو وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې ده.
دفاع وزارت په ننګرهار او لوګر کې هم وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړی.