World News in Pashto
Сентябрь
2018

Новости за 15.09.2018

Mashaalradio.com 

قرېشي له افغان ولسمشر سره ولیدل

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د سپټمبر پر ۱۵مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني ، اجراييه ریس عبدالله عبدالله او خپل افغان سيال صلاح الدین رباني سره لیده کاته کړي دي. تفصيل د ګل اياز په ويډيو کې وګورئ.

Mashaalradio.com 

راني ګټ د بونیر تاریخي لرغونې اثار

د خېبر پښتونخوا د بونیر په غرونو کې لومړي لرغوني اثار چې د راني ګټ په نوم یادېږي په شنو غرونو کې پر لوړه پروت دی چې ورته د ځایي سیلانیانو علاوه د نور سیمو خلک هم ورځي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې

د امریکا متحده ایالتونو د سپټمبر په ۱۷ مه په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې چې دې هېواد پر هغو هېوادونو فشار زیات کړی چې وايي، پر جنوبي کوریا له لګېدلو بندیزونو څخه سرغړاوی کوي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا ماموریت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د امنیت شورا بېړنۍ غونډه یې ځکه راغوښتې چې د یو شمېر غړو هېوادونو ځینو وروستیو هڅو پر شمالي کوریا د بندیزونو عملي کېدل له پامه غورځولي او په دې برخه کې یې خنډونه رامنځته کړي دي. په بیان کې ویل شوي چې پر شمالي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کالام پر سیند ځانګو

د خېبر پښتونخوا د سوات سيلاني سيمې کالام ته نږدې اسريت کې يو ځايي انجينر پر سيند یو داسې ځانګو جوړه کړې چې د موټر پر انجن روانېږي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د لوی ائتلاف غړو د کندهار د ټاکنو ولایتي دفتر وتاړه

د افغانستان د لوی ائتلاف غړو او د کندهار لسګونو اوسېدونکو د شنبې په ورځ د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دفتر وتاړه او د دغه کمېسیون مخ ته یې د پرلت خېمه ودروله. ددغه ائتلاف غړي وایي، حکومت د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو هوډ نه لري او تر اوسه يې د ټاکنو په کمېسيون کې د شته ستونزو د هواري په اړه اقدام نه دی کړی. دوی وویل چې په اوسنۍ بڼه د ټاکنو ترسره کېدل ورته د منلو نه دي او که یې دولت غوښتنو ته رسېدنه ونه کړي، نو په ټول هېواد کې به د ټاکنو دفترونه وتړي. خو په عین وخت کي د هېواد د ټاکنو د خپلواک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په زابل کې په یوه وسله وال برید کې اته سرتېري وژل شوي

په زابل کې چارواکي وايي، تېره شپه په لسګونو وسله والو طالبانو د نوبهار ولسوالۍ په درېیو لېرې پرتو امنیتي پوستو بریدونه کړي او لږترلږه د ملي پولیسو اته تنه سرتېري یې وژلي دي. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې دې پوستو سقوط کړی، خو په کې یې مېشتو پولیسو ته اوښتې مرګ ژوبله تأیید کړه. ښاغلی سیال وايي: "بدبختانه چې زموږ د ملي پولیسو اته سرتېري شهیدان شوي او درې تنه ټپیان دي." ښاغلي سیال وویل، د دې مرګ ژوبلې سبب دا و چې په درنو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن شنبه په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي. قریشي نن سهار د یوه هیئت په مشرۍ کابل ته را رسېدلی دی. دا د عمران خان په مشرۍ په پاکستان کې د نوي حکومت د رامنځته کېدو راهيسې د قریشي لومړنی بهرنی رسمي سفر دی. د ولسمشر اشرف غني د ویندوی مرستیال شاه حسین مرتضوي د دې لیدنې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان تر منځ د عمل د پلان په عملي کېدو ټینګار وکړ. مرتضوي وویل: "په دې غونډه کې دواړو خواوو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸ ترهګر وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۵۸ ترهګر وژلي، ۳۳ یې ټپیان کړي او ۱۰ مشکوک کسان یې نیولي دي. په هغه خبرپاڼه کې چې نن شنبه سهار د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر خپره کړې، ویل شوي چې په دې موده کې یې ۱۲ مشترک تهاجمي او تصفیوي عملیات، ۱۱۴ کومانډويي دندې او یو هوايي برید ترسره کړي دي. دفاع وزارت وايي، دا عملیات په ننګرهار، غزني، لوګر، کندهار، زابل، بادغیس، هرات، فاریات، بغلان او هلمند کې ترسره شوي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بادغیس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په جوزجان کې د پولیسو څلور سرتېري وژل شوي

په جوزجان کې چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د قرقین ولسوالۍ پر دوو پوستو برید کړی، پوستې یې نیولي او لږترلږه څلور تنه د پولیسو سرتېري یې وژلي دي.  د جوزجان امنیه قوماندان تقي محمد جوزجاني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغلته دوو پوستو سقوط کړی او درې تنه افغان پوله ساتي او یو د ملي پولیسو سرتېری په کې وژل شوي دي. تر دې مخکې په قرقین کې د سیمه ییزو پاڅون کوونکو قوماندان قربان ګیلدي حکه ازادي راډیو ته ویلي وو چې دغلته د دوو پولیسو په سقوط کې شپږ تنه سرتېري وژل شوي او د ا مهال امنیتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په پروان کې چاودنې د ملي امنیت څلور کارکوونکي وژلي

چارواکي وايي، په پروان ولایت کې په سړک کې د ايښودل شوي یوه ماین چاودنې د ملي امنیت د ادارې څلور کارکوونکي وژلي دي. په پروان ولایت کې د امنیتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان الوزي احمدي ازادي راډیو ته وویل، پېښه د شنبې د ورځې په سهار هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي امنیت ځواکونه د پروان په مرکز کې د یوه ماین په شنډولو پسې روان وو چې په لاره کې پرې په سړک کې ايښودل شوی بل ماین وچاودېد. ښاغلي احمدي وویل، په دې چاودنه کې د ملي امنیت پر څلورو سرتېرو سربېره، یو ملکي کس هم وژل شوی دی. تر اوسه چا د... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ووستوک ۲۰۱۸ پوځي مشقونه

د روس او چين ترمنځ د ووستوک ۲۰۱۸ يا ختيځ په نامه پوځي مشقونه پنځه ورځې روان ول. د دې پوځي مشقونو په اړه ګل اياز ويډيويي حال درکوي.

Mashaalradio.com 

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ په اسلام اباد کې ولمانځل شوه

د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹مې کالیزې په ویاړ د سپټمبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې غونډه وشوه. په دې غونډه کې د افغان او پاکستانیو سفارتکارانو تر څنګ سیاستوالو او ګڼ شمېر عامو خلکو هم ګډون کړی وو. دا غونډه په دې ویډیو کې لیدلای شئ.

Pa.azadiradio.com 

د کابل پولیسو څه باندې ۵کېلو ګرامه هېروئین نیولي

یو موټر چلوونکي هغه مهال ونیول شو چې له کندهار څخه يې کابل ته نشه يي مواد قاچاق کول. د کابل ښار د دروازو د کنټرول قومندان فریدون بختیار رسنیو ته وویل چې پنځه کېلو او ۷۰ ګرامه هیرویین چې د انارو په کارتنونو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې د بس په وسيله يې کابل ته قاچاق کړي، په ارغندۍ چوک کې د پولیسو له خوا د تلاشۍ پر مهال ونیول شول او موټر چلوونکی هم په د قاچاقو به تور نیول شوی دی. په تېرو دریو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیس په داسې حال کې قاچاق کوونکي نیسي چې له ولایتونو څخه کابل ته نشه يي مواد قاچاق کوي.

Pa.azadiradio.com 

په تخار کې نېږدې لس کېلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي

د تخار ولایت پولیسو په دې ولایت کې د نږدې لس کېلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاقو مخه نیولې ده. د تخار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر احمدشاه نادري ازادي راډیو ته وویل چې نهه نیم کېلو ګرامه تاریاک چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې د تخار ولایت له کلفګان ولسوالۍ څخه یې یوه ګاونډی ولایت ته قاچاق کړي، پولیسو د تلاشۍ پر مهال نیولي او د قاچاقو په تور یې یو تن هم نیولی دی. ښاغلي نادري زیاته کړه چې په وروستیو دوو اوونیو کې د تخار ولایت په ولسواليو کې د تولید شویو نشه يي موادو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

موحد: د نشه موادو د قاچاق په تور ۱۶تنه محاکمه شول

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۱۶ کسان محاکمه کړل. د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۶ کسان چې د نشه يي موادو د قاچاق په لسو پېښو کې نیول شوي او عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي و، تېره اوونۍ د دې مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو په علني غونډو کې له پنځو څخه تر شلو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل. دغه ډول ښاغلی موحد وايي چې په تېره اوونۍ کې ۳۴ کسان چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي و، دې مرکز ته معرفي شول... Читать дальше...