World News in Pashto

چارواکي: په جوزجان کې د پولیسو څلور سرتېري وژل شوي

په جوزجان کې چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د قرقین ولسوالۍ پر دوو پوستو برید کړی، پوستې یې نیولي او لږترلږه څلور تنه د پولیسو سرتېري یې وژلي دي. 


د جوزجان امنیه قوماندان تقي محمد جوزجاني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغلته دوو پوستو سقوط کړی او درې تنه افغان پوله ساتي او یو د ملي پولیسو سرتېری په کې وژل شوي دي.


تر دې مخکې په قرقین کې د سیمه ییزو پاڅون کوونکو قوماندان قربان ګیلدي حکه ازادي راډیو ته ویلي وو چې دغلته د دوو پولیسو په سقوط کې شپږ تنه سرتېري وژل شوي او د ا مهال امنیتي ځواکونه د قرقین په امنیې قوماندانۍ کې محاصره دي، خو د جوزجان امنیه قوماندان وايي، ولسوالي محاصره نه ده.


نوموړي وویل:


"قرقین محاصره نه دی، یوازې دوو پوستو سقوط کړی، یوه پوسته چې قوش تپه کې یې سقوط کړی و، بېرته نیول شوې او د هوا له لارې اکمال شوې ده، هومره د اندېښنې وړ څه نه شته."


د جوزجان امنیه قوماندان وویل، په قوش تپه کې د دوی لوري ته اووه سرتېري ټپیان شوي او یو وژل شوی، خو د طالبانو د لوري ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۵ تنه یې ټپیان دي.


له بادغیس څخه هم په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې دغلته د قادس د ولسوالۍ پر دوو امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په برید کې یو پولیس سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.


د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني ازادي راډیو ته ویلي، وسله والو طالبانو غوښتل دا دوه پوستې ونیسي، خو د کومکي سرتېرو په ور استولو سره یې دوی په شا وتنبول.

Читайте на сайте