World News in Pashto

د اندونیزیا په وروستۍ زلزله کې د مړو ۸۴۴تنو ته ورسېد

په اندونیزیا کې چارواکو نن، سه شنبه د اکټوبر ۲مه، وویل چې د وروستۍ زلزلې او سونامي له امله د مړو شمېر ۸۴۴ تنه لوړ شوی دی.


چارواکو ویلي چې دا شمېر ښايي زرهاووته لوړ شي ځکه په سمیه کې لا هم عملیات روان دي څو د زلزلې له امله د نړېدلو ودانیو له خرابو د خلکو جسدونه را وایستل شي. 


د اندونیزیا سوال ویسي ټاپو ته نږدې د سپټبمر په ۳۰ مه، اووه نیم درجې زلزله وشوه او له امله یې پر دې او یوشمېر نورو ټاپو ګانو سونامي راغله. 


رپوټونه وايي چې د سمندر څپو ۶متره ارتفاع درلوده او زرګونه ودانۍ یې نړولې دي.


د ژغورنې مامورینو نن په سوال ویسي ټاپو کې د یوې کلیسا له خرابې د زیات شمېر زده کونکو جسدونه را وایستل.

Читайте на сайте