World News in Pashto
Октябрь
2018

Новости за 02.10.2018

Mashaalradio.com 

د قبايلي سيمو انتخاباتو ته به لومړيتوب ورکوو: عمران خان

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي چې د قبايلي سيمو پرمختيا او صوبايي اوبلدياتي انتخاباتو ته به لومړيتوب ورکوي. وزيراعظم دا خبره د اکتوبر په دوايمه د متحده مجلس عمل د يو مشر منيرخان اورکزۍ په مشرۍ د قبايلي سيمو د پارلېماني استازو له يو پلاوي سره په ملاقات کې کړې.

Mashaalradio.com 

'پاکستانۍ ښځينه نابیناوو کرکټ ډله به ژر اعلان شي'

د پاکستان د نابيناوو کرکټ کونسل وايي، چې په لومړي ځل یې د ښځو نابيناوو کرکټ لوبډله جوړه کړې. له مشال راډيو سره په خبرو کې د ياد کونسل چيېرمېن سید سلطان شاه په دوشنبه ماښام وويل چې د کرکټ لوبډلې لپاره په سلګونه جينکۍ د ازموينې لپاره ورغلې وې.

Mashaalradio.com 

'د سیپیک ګټه تر پاکستان زیاته چین ته ده'

اسلام اباد د چین - پاکستان اقتصادي پروژه ټولې ټېکې له نوې سره ارزول غواړي ځکه چې د دوی په وینا له دې پروژې تر پاکستان زیاته ګټه چین ته رسېږي.

Mashaalradio.com 

ننګرهار کې د ځانمرګي برید ،مړه او ژوبل روغتون ته وړل کېږي

افغان چارواکي وایي چې د نن (سېشنبه) یوه نیمه بجه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ولسي جرګې ته نوماند ناصر مومند په ټاکنیز کمپاین ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۰ یې ټپیان کړي دي. په دې اړه دا ویډیو وګورئ

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار تر نننۍ چاودنې وروسته

د ننګرهار ولايت په کامه ولسوالي کې د يوه ځانمرګي بريد په نتيجه کې نن لسګونو کسانو ته مرګژوبله واووښته. د ننګرهار د عامه روغتیا ریس نجيب کاموال ازادي راډيو ته وويل چې په دې پېښه کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي. په همدې حال کې د ننګرهار د ولايتي شورا غړی ناصر کاموال د وژل شویو شمېر ۲۱ يادوي.

Mashaalradio.com 

په هند کې د معذوره کسانو لپاره د فلمونو ننداره

په هند کې یوې غیر دولتي ادارې د معذوره کسانو لپاره د فلمونو یوه ننداره جوړه کړې چې پکې په کمېنټرۍ او اشارو دوی ته د فلم صحنې تشریح کېږي. په دې اړه دا ویډويي راپور وګورئ.

Mashaalradio.com 

کوټه: وکیلانو پر دوی د لګېدلیو مقدمو ضد لاریون وکړ

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اکتوبر پر دوهمه وکیلانو په یوه احتجاجي لاریون کې پر دوی د کښل شویو مقدمو لیرېکولو غوښتنه کوله. دوی ویل ښځینه اسسټېنټ کمېشنره دې له دندې ګوښه کړل شي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

له ازادۍ سټوډیو څخه د نړۍ تازه پېښې

ویره ده چې د اندونیزیا د زلزلې د قربانیانو شمیر زرګونو ته ورسیږي. په دې خبرې ټولګه کې مو د دې ترڅنګ په فرانسه کې د ایران د استخباراتو د دوو مامورانو د شتمنیو له کنګل کیدو خبروو دا به هم وګورئ چې د فوټبال نامي ستوری رونالډو پر جنسي تیري تورن شوی

Pa.azadiradio.com 

سالار: ۶ میلیونه افغان ماشومان تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې ۶ میلیونه کوچنیان په افغانستان کې له فزیکي او روحي پلوه تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي.  د دې وزارت د ټولنیز مصئونیت د تامیناتو رئيس، عبدالرازق سالار نن، سې شنبه د اکټوبر ۲مه، په کابل کې د "افغان ماشومانو ږغ" په نوم غونډې ته وویل چې خراب امنیت، قاچاق، مهاجرتونه، فقر اووچکالي د کوچنیانو امنیت ته اساسي ګواښ پېښ کړې دی. عبدالرازق سالار وویل چې حکومت د ستونزې د حل لپاره له نړیوالو مرستندویه ټولنو سره ګډ کار کوي. خو د کوچنیانو د حقونو په اړه په خلکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا، کاناډا او فرانسې ساینس پوهانو د نوبل د فزیک جاېزه وګټل

د امریکا، کاناډا او فرانسې ساینس پوهانو ته نن د نوبل د فزیک جاېزه ورکړ شوه. د سویډن د ساینس شاهي اکاډمۍ نن، سې شنبه د اکټوبر ۲مه، اعلان وکړ چې د ساینس پوهانو دې درې کسیزې ډلې د لېزر فزیک په برخه کې مهم پرمختګ ته لاره هواره کړې ده. په ګټونکو کې دوه نارینه دي او یوه ښځه ده. کاناډايۍ ساینس پوه، دونا سترکلند دریمه ښځه ده چې د فزیک نوبل یې ګټلی دی.

Mashaalradio.com 

په جمرود کې د سولې لاریون

د سېشنبې پر ورځ د پېښور پوهنتون د سولې او شخړو څانګې د زده کوونکو تنظیم "پيس سوسايټي" لخوا په جمرود کې د سولې پر ارزښت یو لاریون او سیمینار وشو چې د پوهنتونون ښوونکو، زده کوونکو او ځایي مشرانو پکې ګډون وکړ. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

له ایران نه د سمنټو د وارداتو د بندېدو په تړاو مظاهره

د بغلان د غورې سمنټو د فابریکې یو شمېر کارکونکو او مسولینو له ایران نه د سمنټو د وارداتو په تړاو مظاهره وکړه او په یاده برخه کې یې د حکومت له پریکړې ملاتړ اعلان کړ. بشیر احمد غزالي له دې مظاهرې یو ویډیويي راپور چمتو کړی چې دلته یې کتلی شئ. اېډيټ: لیمه هادي

Pa.azadiradio.com 

د اسیا ۱۹کلنو کرکټ جام سیالیو کې هند افغانستان ته ماتې ورکړه

د اسیا د ۱۹ کلنو جام کرکټ سیالیو په لړ کې هندوستان افغانستان ته په ۵۱ منډو ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې هندوستان لومړی بیټنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په زیان یې افغانستان ته د ۲۲۲ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې افغان ۱۹ کلنې لوبډلې په ۴۶ اورم کې د ټولو لوبغاړو په لاسه ورکولو سره ۱۷۰ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۵۱ منډو په توپير بایلوده. افغانستان له دې وړاندې په پخپلو دوو لومړیو لوبو کې متحده عربي اماراتو او نیپال ته په ماتې ورکولو سره د اسیا د ۱۹ کلنو جام سیالیو نیمه پایلوبو پړاوو ته وتلی دی.

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني د المپیک کمېټې پخواني مشر ظاهر اغبر ته مډال ورکړ

ولسمشر محمد اشرف غني د المپیک ملي کمېټې پخواني رئیس جنرال ظاهر اغبر ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ. د ولسمشرۍ ماڼۍ د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، ښاغلي اغبر ته دغه مډال د ورزش په برخه کې د غوره خدمتونو له امله ورکړې شوې دی. ولسمشر غني د یاد مډال د ورکړې وروسته د المپیک ملي کمېټې له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د هڅو له امله یې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې په سیمه‎ ییزه او نړیواله کچه ښه مقام ترلاسه کړی دی.  د يادونې ده چې له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د کرکت بورډ پخواني رئیس شکرالله... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ملالې یوسفزۍ انځور د لندن ګالرۍ برخه

د انځورګرې شېرین نشاط په لاسونو کښلي انځور باندې د پښتو د یوه وتلي انقلابی شاعر رحمت شاه سایل یو نظم چاپ شوی چې د ملالې یوسفزۍ په ویاړ یې پر هغې تر برید وروسته لیکلی وو.

Pa.azadiradio.com 

د ګرجستان پخوانی صدراعظم له زندانه روغتون ته ولېږدول شو

د ګرجستان پخوانی صدراعظم وانو میرابیشویلي د ناروغۍ له امله له ملکي زندانه روغتون ته ولېږدول شو.  هغه د ګرجستان د کورنیو چارو وزیر هم پاتې شوی دی. د ګرجستان پخوانی صدراعظم په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې، د پارلمان د یوه وکیل د وهلو د حکم کولو په جرم په شپږنیم کاله زندان محکوم شوی و. د هغه مدافع وکیل، سټيفن تومانیشویلي نن، سې شنبه د اکټوبر۲مه، وویل چې د میرابیشویلي روغتیايي حالت ښه نه دی او په وروستیو دوو میاشتوکې له زندانه تر روغتونه په تګ راتګ کې دی. دا نه ده څرګنده شوې چې وانو میرابیشویلي کومه ناروغي لري.

Pa.azadiradio.com 

د اندونیزیا په وروستۍ زلزله کې د مړو ۸۴۴تنو ته ورسېد

په اندونیزیا کې چارواکو نن، سه شنبه د اکټوبر ۲مه، وویل چې د وروستۍ زلزلې او سونامي له امله د مړو شمېر ۸۴۴ تنه لوړ شوی دی. چارواکو ویلي چې دا شمېر ښايي زرهاووته لوړ شي ځکه په سمیه کې لا هم عملیات روان دي څو د زلزلې له امله د نړېدلو ودانیو له خرابو د خلکو جسدونه را وایستل شي.  د اندونیزیا سوال ویسي ټاپو ته نږدې د سپټبمر په ۳۰ مه، اووه نیم درجې زلزله وشوه او له امله یې پر دې او یوشمېر نورو ټاپو ګانو سونامي راغله.  رپوټونه وايي چې د سمندر څپو ۶متره ارتفاع درلوده او زرګونه ودانۍ یې نړولې دي. د... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ننګرهار: ځانمرګي برید ۲۱ تنه وژلي۴۰ ټپیان

افغان چارواکي وایي چې د نن (سېشنبه) یوه نیمه بجه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې ولسي جرګې ته نوماند ناصر مومند په ټاکنیز کمپاین ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۰ یې ټپیان کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

هند او ازبکستان ویلي په افغانستان کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي

د هند صدراعظم، ناریندرا مودي او د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف ویلي چې په افغانستان کې به د ثبات له ټینګښت سره همکاري کوي. صدراعظم ناریندرا مودي پرون، دوشنبه د اکټوبر۱، په نوي ډيلي کې له شوکت میرضیایف سره په خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې امن د ټولې سیمې او نړۍ په امنیت او ثبات پورې تړلی دی. په نوي ډيلي کې په دې خبري غونډه کې د ازبکستان ولسمشر وویل: "موږ په افغانستان کې روانې جګړې ته دقیقه کتنه کړې ده او د دې سترې ستونزې په اړه زموږ ګډ دریځ دا دی چې پوځي حل نه لري، سولې ته یوازې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نا څرګندو وسله والو په فاریاب کې یوه ځوانه ښځه وژلې

نا څرګندو وسله والو کسانو په فاریاب کې یوه ځوانه ښځه غرغره کړې ده. د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند، کریم یوریش نن، سې شنبه د اکټوبر ۲مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې وژل شوې ښځه فرزانه نومېده. د کریم یوریش په وینا، حمله کونکو هغه سخته وهلې او بیا یې غرغره کړې ده. یوریش ویلي چې د پېښې په اړه څېرڼې کېږي.   په فاریاب کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر ویلي چې د وروستي قتل په ګډون، د روان کال له پیل راهیسې په فاریاب کې د ښځو د ځان وژنې او قتل ۲۶ پېښې يې ثبت کړې دي.